Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سولې بهیر په تړاو د نړیوالې اجماع پر ساتلو ټینګار

افغان حکومت د امریکا متحده ایالاتو او ایران ترمنځ ستونزو ته په اشارې وایي د سیمې او نړۍ هېوادونو لخوا د افغان سولې بهیر په تړاو نړیواله اجماع باید پر ځای پاتې شي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت وایي، کابل هیله لري د افغان سولې په تړاو چې کومه نړیواله اجماع جوړه یوازې دا نه چې وساتل شي بلکي باید پراخه هم شي.

د تهران او واشنګټن ترمنځ د کړکیچ له زیاتوالي وروسته، په افغانستان کې دا انديښنه څرګندیږي چې ښايي دا جنجالونه د افغانستان د سولې مخه ونیسي او هغه اجماع چې په سیمه او نړۍ کې د افغان سولې په اړه رامنځته شوې وه زیانمنه کړي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده، ناجیه انوري په دې اړه وايي:«د افغان دولت په هڅو په سیمه او نړۍ کې د سولې لپاره نړیواله اجماع رامنځته شوه او د افغانستان د خلکو تمه دا ده چې د سیمې هېوادونو او د افغانستان نړیوالو شریکانو مثبتو هڅو سره دا اجماع وساتل شي او پیاوړې هم شي.»

قطر کې د امریکا استازي له پنځو ورځو راهیسې د سولې د موافقې له لاسلیک سره په یو وخت د تاوتریخوالي د کمولو لپاره د طالبانو د وروستۍ پریکړې په تمه دي.

په افغانستان کې د پګواش بنسټ پخوانی رییس، خلیل الله صافی څرګندوي:«د طالبانو پوځي کمېسیون د تاوتریخوالیو کمښت په تړاو طرحه جوړه کړې ده او هغه یې شیخ ملاهبت الله ته د تایید لپاره لېږدلې ده.»

قطر کې ځینې سرچینې وايي ټاکل شوې د دواړو لوریو له هوکړې وروسته د امریکا او طالبانو ترمنځ موافقه د نړیوالو بنسټونو او د ۲۵ هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په تضمین لاسلیک او د ملګروملتو سازمان امنیت شورا ته هم ولیږل شي.

د افغانستان د سولې ټولنې رییس، احمد داور نادي په دې اړه وايي:«د افغانستان ملت او دولت تر ډېره نړیوال تضمین په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تضمین ته اړتیا لري چې نور افغانستان کې جګړه، چاودنې او ځانمرګي بریدونه ونشي.‎»

افغان حکومت تمه لري چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې موافقې له لاسلیک سره په یو وخت ددې ترڅنګ چې تاوتریخوالی کم شي، طالبان اوربند هم اعلان کړي، خو طالبانو اوربند نه دی منلی او په هیواد کې د تاوتریخوالي د کمښت د څرنګوالي په اړه سلامشوره کوي.

شریک یي کړئ