Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

'د سولې خبرو د پیل لپاره د شرط اېښودل دغه بهیر ته نه ژمنتیا ښيي'

د ملي یووالي حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله نن (دوشنبې د سلواغې په ۱۴مه) د وزیرانو شورا په غونډ‌ه کې وویل چې د سولې خبرو اترو د پيل لپاره د شرط اېښودل دغه بهیر ته نه ژمنتیا ښيي.

ښاغلی عبدالله زیاتوي چې د دغو خبرو د پیل لپاره باید هېڅ ډول وار له مخکې شرط کې نه ښودل شي.

اجراییه رییس په دې اند دی چې د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو له پیل مخکې د تاوتریخوالي د کمښت لپاره هر اغېزناکه کار د منلو وړ دی.

ښاغلی عبدالله همدارنګه څرګندوي چې د افغان سولي لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره د لیدنې پر مهال ویلي چې د افغانانو ترمنځ له خبرو مخکي باید شرط وړاندې نه شي.

اجراییه رییس عبدالله عبدالله وویل:«د مذاکرې د پیل لپاره د شرط اېښودل کولای شي پلمه او نه ژمنتیا وښيي.»

په داسې حال کې چې ولسمشرۍ دفتر د اوربند ټینګښت د افغانانو ترمنځ خبرو لپاره شرط ایښی، خو اجراییه رییس د افغانانو ترمنځ خبرو د پیلولو لپاره د تاوتریخوالي کمښت د منلو وړ بولي.

اجراییه رییس عبدالله عبدالله زیاته کړه:«هر ګټور ګام چې د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو له پیل مخکې د تاوتریخوالي د کمښت لپاره په څرنګنده توګه واخیستل شي، د افغانستان د خلکو د کړاو او د افغانستان د خلکو له مرګ ژوبلې له کموالي سره مل وي هغه یو مثبت ګام ګڼو.»

ولسمشر په دې باور دی چې د افغانانو ترمنځ خبرو د پيلولو لپاره باید طالبان یا اوربند ته غاړه کېږدي او یا هم تاوتریخوالی داسي کم کړي چې اوربند ته نږدې وي، په دې مانا چې د طالبانو ډله باید پر دولتي ځواکونو خپلو بریدونو ته دوام ور نه کړي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقِ وايي:«ښايي داسې موکه وي چې طالبان د پام وړ او یا هم اوربند ته نږدې او یا هم اوربند ومني او د افغانانو پر ضد خپل بریدونه ودروي.»

له دي سره سره هغه کسان چي خلیلزاد سره یي کتلي وایي د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی د سولې بهیر پایلو ته هیله من دی.

د افغانستان د حرکت انقلاب اسلامي مشر مولوي قلم الدین څرګندوي:«د خلیلزاد هیله په دې کې وه چې خبرې اترې درول شوې نه دي او دوام لري او پر کوچنیو موضوعګانو چنې وهل دوام لري.»

له بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په ازبکستان کې په خبري ناسته کې وايي له طالبانو سره موافقه نږدې ده خو که څه هم له دې مخکې هم دغې هوکړې ته نږدې وو خو له ماتي سره مخامخ شوه، ځکه طالبانو د تاوتریخوالي د کمولو لپاره جدیت ونه ښود.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپيو:«موږ له دې مخکې یو ځل هوکړې ته نږدې شوي وو، خو طالبان ونه توانېدل خپله اراده یا ظرفیت وښيي او یا تاوتریخوالی کم کړي.»

په قطر کې د سولې د خبرو په اړه ځینې سرچینې وايي په قطر کې د امریکا او طالبانو د کاري ډلو کار روان دی.

شریک یي کړئ