امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر، مایک پومپیو د افغانستان سولې بهیر د خبرو سره جوخت، هیله څرګنده کړې چې افغانستان کې تاوتریخوالی کم او د سولې خبرې پایلې ته ورسیږي.
پومپیو واشنګټن کې له خپل هندي سیال سره په لیدنه کې(چهارشنبي د لیندۍ په۲۷مه نېټه) هیله څرګنده کړې، څو افغانستان کې ټول سیاسي ګډون کوونکي، افغان دولتي اوغیر دولتي مشران او طالبان دې پایلې ته ورسیږي چې تاوتریخوالی کم او د افغانانو ترمنځ د خبرو او د اوربند لامل شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر همداراز افغانستان نه د خپلو ځواکونو د وتلو په تړاو ویلي چې خپل ځواکونه به کم کړي.
هغه زیاته کړې چې افغانستان کې امریکايي ځواکونو د کمښت سره هم مهاله به ډاډ ترلاسه کړي، دا چې امریکا ته له افغانستانه ترهګریز ګواښ د پام وړ کم شوی دی.
واشنګټن کې د امریکا او هند د بهرنیو چارو وزیرانو ناسته کې پومبیو همداراز هند ته د پاکستان له خوا پورته شوي ترهګریز ګواښونه مشروع وبللي دي.
په همدې حال کې د هند د بهرنیو چارو وزیر، جي شنکر هم د افغانستان راتلونکې په تړاو خپله اندېښنه څرګنده کړې ده.
نوموړي ویلي چې افغانستان کې د پخلاینې بهیر باید د افغانانو تر مشرۍ لاندې وي او د افغانانو د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنې باید د سولې بهیر کې خوندي وساتل شي.