Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سولې خبرو پر څلورمه ورځ هم د هوکړه لیک د لاسلیک په اړه بحث وشو

په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند وايي چې سولې هوکړه لیک په اړه د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې اترې روانې دي او د دغه هوکړه لیک د لاسلیک پر مهال د ځينو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران او همدارنګه د نړیوالو بنسټ،نو استازي په ځانګړې توګه ملګري ملتون سازمان به قطر ته ور وبللل شي.
 
نن په قطر کې د امریکا او طالبانو د استازو ترمنځ خبرو څلورمه ورځ ده او ویل کېږي چې د تاوتریخوالي د کمښت ترڅنګ، اوربند د دې پړاو خبرو مهمه موضوع ده.

طالبان وايي اوس د سولې د موافقې د جزیاتو او همداراز د دغې هوکړې د عملي کېدو پر لاروچارو بحث نه کېږي، په دې اړه هرڅه وروستي شوي او اوس یوازې د دغې موافقې د لاسلیک د څرنګوالي په اړه بحث کېږي.

د طالبانو په باور د اوربند په اړه به د افغانانو ترمنځ له خبرو وروسته هوکړه وشي.

په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین په دې اړه وویل:«د هوکړه لیک له لاسلیک وروسته، د افغانانو ترمنځ خبرې به ډېر ژر پیل شي او لته به د نورو موضوعګانو ترڅنګ د اوربند په اړه به هم خبرې وشي.»

خو دا اوربند له پوځي پلوه څه معنا لرلای شي؟

د هېواد د هوايي ځواک پخوانی قوماندان عبدالوهاب وردګ وايي:«اوربند په دې مانا دی چې ملکي کسان کولای شي له یوې سیمې بلې سیمې ته ولاړ شي، خو پوځيان نه شي کولای چې د یو بل سیمې ته ولاړ شي، تر هغې چې یو ځل بیا هوکړه وشي چې ټيټ رتبه پوځيان په هغه صورت کې کولای شي چې د یو بل سیمو ته ورشي.»

د سولې د خبرو په اړه ځینې سرچینې وايي په دغه هوکړه لیک کې د تاوتریخوالي د کمښت، اوربند او د افغانانو ترمنځ د خبرو په شان موضوعګانو شاملول د دواړو لوریو ترمنځ جنجالي برخې دي.

د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د اولمپيک د ملي کميټې رییس مولوي عبدالشکور مطمئن زیاتوي:«امریکایان وايي چې د سولې له هوکړه لیک مخکې د اروبند، تاتریخوالي کموالي او بین الافغاني خبرو په اړه هوکړه وشي، خو طالبانو دا موضوع نه مني او بحث په همدې اړه دی.»

د اوربند ترڅنګ د تاوتریخوالي کمښت د امریکا او طالبانو ترمنځ د بحث مهمه موضوع ده او د تاوتریخوالي کمښت په دې مانا دی چې د تاوتریخوالي د کمښت په اړه له موافقې وروسته به، طالبان د لویو عملیاتو او همداراز په لویو ښارونو او لارو کې له عملیاتو ډډه وکړي.  

شریک یي کړئ