Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سولې خبرو پنځم پړاو؛ افغان مېرمنې د خپلو حقونو خوندیتوب غواړي

نن  سې‎شنبې (د کب ۷ مه) د قطر په پلازمېنه دوحه کې طالب او امریکايي استازي ترمنځ د افغان سولې په اړه پنځم پړاو خبرې اترې پیل شوې. 

طالبانو ته ځينې نږدې سرچینې دا خبرې برخلیک ټاکنونکې ګڼي او وايي چې نن د دواړو لورو ترمنځ اصلي له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل دي.

بلخوا افغان حکومت هم د امریکا په وړاندې د طالبانو له نرمښت او انعطاف څخه هرکلی کوي او له دې ډلې غواړي چې د افغان حکومت په وړاندې هم نرمښت ومني.

په دې خبرو اترو کې طالبان نسبتاً له یوه قوي پلاوي سره د خبرو مېز ته کېني. طالبانو ویلي، د خبرو اترو مشري یې شېرمحمد عباس ستانکزی کوي، خو د اړتیا په صورت کې له ملا عبدالغني برادر سره به هم مشوره وشي.

سیاسي فعال وحید مژده په دې اړه وویل:«نن د ورځې له پیله کاري ډلې پر دوه موردونو چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل او دا چې له افغان خاورې بله نور هېوادونه نه ګواښل کېږي او تر پنجشنبې به خپل د کار پایله عمومي جلسې ته وړاندې کوي او هلته به مسوده وروستۍ بڼه غوره کوي او اعلانېږي.»

خو  له طالبانو سره د افغان حکومت د مرکچي پلاوي یو غړی وايي، تر هغه مهال چې افغان حکومت خبرو اترو کې دخېل نه شي، له طالبانو سره به هېڅ هوکړه عملي نه شي.

له طالبانو سره د افغان حکومت د مرکچي پلاوی غړی عبدالحکیم منیب وايي:«تر یوې حده دا چې افغانان سره کېښني پایله لري، خو د افغان حکومت له حضور پرته دا خبرې اترې کومې پایلې ته نه شي رسېدای.»

له دې سره په خوا کې افغانستان له طالبانو غواړي، هغه ډول چې یې له امریکا سره خبرو کې نرمي ښودلي، له افغانستان سره هم ورته نظر ښکاره کړي.

د اجراییه ریاست مرستیال ویاند امید میثم څرګندوي:«طالبانو له نړیوالو همکارانو سره انعطاف او نرمښت وښود، هیله لرو چې له حکومت سره په خبرو اترو کې هم طالبان ورته دریځ وښيي.»

اخوا ځينې افغان مېرمنې د سولې خبرو اترو کې د دوی د نه ګډونه او د حقونو د خونديتوب په اړه اندېښنه لري. «در صف مردانگی شمشیر می باید گرفت. حق خود را از دهان شیر می باید گرفت.» دا د نمیروز ولایت د یوې فعالې مېرمنې  کویتا صدیقي شعار دی چې تل یې له ځان سره تکراروي.

 هغې په یوې داسې ټولنه کې چې ښځو ته لږ ونډه ورکول کېږي؛ له ټولو نا برابریو سره مبارزه کړې او غوښتي یې دي چې د نیمروز د مېرمنو غږ پورته کړي.

 کویتا حقوق لوستي دي او دوه کاله وړاندې یې د ښځو او ماشومانو په برخه کې د فعالیتونو له امله د کابل د غوره ښځې نوم خپل کړ.

نهه کاله کېږي چې کویتا په نیمروز ولایت کې کار کوي او تل یې د هېواد په پلازمېنه کې د نیمروز د ښځو استازولي کړې ده؛ نوموړې د سولې په راوستو کې د ښځو رول ارزښتناک بولي.

کویتا صدیقي اوس د  سولې په کمېټه کې د ارګ د هغه مشورتي بورډ غړې ده چې د لومړی مېرمنې له لوري جوړشوې ده. دا وايي چې د سولې په خبرو کې د ښځو رول او حضور باید په جدي توګه په پام کې ونیول شي.

بلخوا د پکتیا والي او د سولې مرکچي پلاوي غړی له طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه کې وايي دا ثابته شوه چې طالبان د سولې په روانه پروسه کې له ایران، پاکستان او روسیه څخه مشوره اخلي شمیم خان ګټوازی په دې باور دی چې طالبان د سولې په روانه پروسه کې خپلواکه نه دي او د پاکستان په لارښونه د سولې به روانو خبرو کې کډون کوي .  

د پکتیا والي شمیم خان ګټوازی وايي:«دا ثابته ده، زما په اند دا سوال نور باید ونه شي. ځکه ثابته شوه چې د دوی ریښې تر روسیې، ایران او د پاکستان تر ای اېس ای پورې غځېدلې دي. او له هغوی سره مستقیمې اړیکې لري او تر قومندې لاندې یې دي. او د هرې جلسې پروګرام له د پاکستان او ای اېس ای له خوا ورکول کېږي.»

په ورته وخت کې په سوېل ختیځ زون کې د ۲۰۳ تندر قول اردو قومندان وايي په دغه زون کې د طالبانو پر ضد عملیات زیات کړي دي تورن جنرال دادان لونګ زیاتوي طالبان نور نه‎شي کولی د تېر کال ورته عملیات ترسره کړي. 

د ۲۰۳ تندر قول اردو قومندان تورن جنرال دادان لونګ په دې اړه څرګنده کړه:«خپل پوځي فشار پر دوی زیات کړو لکه څرنګه چې زیات شوی دی. موږ اوس پر دوی باندې یرغلیي بریدونه کوو، څو ټول هغه پلانونه چې دوی جوړ کړي دي، شنډ کړو او دا موقع پيدا نه کړي چې بیا د تېر کال په څېر بریدونه وکړي.»

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې د تېرو وختونو په پرتله هېواد کې د سولې راتلو لپاره د ولس هیلې څو برابره زیاتې شوې دي او د اوربند په تمه دي. 
 
افغان حکومت هم د امریکا په وړاندې د طالبانو له نرمښت او انعطاف څخه هرکلی کوي او له دې ډلې غواړي چې د افغان حکومت په وړاندې هم نرمښت ومني.

شریک یي کړئ