Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سولې خبرو په تړاو د بیجنګ له کوربه توب سره د افغان ولسمشر هوکړه

ولسمشر غني نن سې‎شنبې (د لړم په ۱۴مه) د چین بهرنیو چارو له وزیر سره په یوې ټلېفوني اړیکه کې د بیجنګ په کوربه توب د بین‎الافغاني ناستې په اړه هوکړه کړې ده.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، ټاکل شوې چې دا ناسته نږدې راتلونکي کې جوړه او کابل له بیجنګ سره پرې له نږدې کار کوي.

دا لومړی ځل دی چې چین د افغانستان د سولې په اړه د غونډې کوربه‎توب کوي.

ټاکل شوې په دې ناسته کې د طالبانو یو ۱۲کسیز پلاوی له هغه پلاوي سره چې له کابله لېږل کېږي د افغانستان د سولې په اړه سلامشورې وکړي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په دې اړه وویل:«ډېر دا ناسته به جوړه شي او ټاکل شوې ده چې د دغې غونډې د جوړېدو نېټه د چین هېواد اعلان کړي او ټاکل شوې چې افغان حکومت هم د ګډون کوونکو نوملړ د چین له حکومت سره شریک کړي.»

اوس په کابل کې یو مهم بحث په دغه ناسته کې د ګډون لپاره د پلاوي د غوراوي څرنګوالی دی، د نجات شورا مشر د دې پلاوي د ټاکلو په اړه له جنجالونو پرده پورته کوي.

د افغانستان د نجات شورا مشر سید اکبر آغا په دې اړه وویل:«موږ خبر شوي یوو چې حکومت او پخوانی ولسمشر حامد کرزی د نوملړ پر چمتووالي سره نه جوړېږي، یو لوړی یو نوملړ جوړوي او بل لوری بل نوملړ جوړي چې په دغې غونډه کې ګډون وکړي، دا کار به له سولې سره مرسته ونه کړي.»

د چین ترڅنګ ایران هم له هغو هېوادونو دی چې د افغان سولې په بهیر کې رول لري، د ایران د بهرنیو چارو وزارت د لوېدیځې اسیا عمومي مدیر په یوه ناسته کې وايي تهران په هغو ناستو کې ګډون نه کوي چې د افغان دولت استازي په کې نه وي.

د سیاسي چارو کارپوه وحید مژده څرګندوي:«نظر یې دا دی د سولې هغه بهیر چې خلیلزاد په لاره اچولی د سولې بهیر نه دی بلکې له طالبانو داعش ته د جنګیالیو د څېرې بدلون دی.»

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د لوېدیځې اسیا عمومي مدیر په دې باور دی چې په دوحه کې د سولې بهیر د بُن بهیر د هوکړې برخې کمزورې کولې او خلیلزاد د سولې په طرحه کې د افغانستان اساسي قانون ته بې پامي کړې وه او همداراز په دغه طرحه کې د ننه په افغانستان او بهر کې د سولې د مخالفینو په اړه څه نه وو ویل شوي.

شریک یي کړئ