Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سولې د خبرو لپاره د طالبانو د چمتووالي لپاره د حزب اسلامي هڅې

د حزب اسلامي د سیاسي شورا غړی محمد امین کریم، د سې‎شنبې په ورخ (د چنګاښ په ۱۳ مه) څرګنده کړه چې له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو لپاره ډېر ژر نوې تګلاره جوړه شي.

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي وايي چې دغه ګوند له ټولو سیاسي ګوندونو او حکومت سره په مشوره کې ده او په راتلونکو اوونیو کې د حکومت او سیاسي ګوندونو تګلاره به د ملي هوکړې د ټولنې تر نامه لاندې به اعلان شي.

په همدې حال کې د حکومت اجرائیه رییس د دولت مخالفو وسله‎والو ته ګواښ کوي که‎چېرې له سولې سره یوځای نه‎شي وبه ځپل شي.

آیا د سولې د خبرو اترو بندون به مات شي؟

د حزب اسلامي د سیاسي شورا دغه غړی وايي چې حزب اسلامي د سولې خبرو اترو ته د طالبانو د هڅولو لپاره هڅې پیل کړې دي.

حزب اسلامي دغې موخې ته د رسېدو لپاره له حکومت سره په همغږۍ کې داسې لاره غوره کړې چې هغه بې مخینې بولي.

د حزب اسلامي د سیاسي شورا غړي محمد امین کریم وویل:«نه په دې ترتیب سره چې سیاسي ډلې چې تراوسه په معمولي حالت په خصوصي او په غیر رسمي ډول له طالبانو سره دننه او بهر مذاکرې لرلي دي او په مطبوعاتو کې د هغوی په وړاندې له شدیدو الفاظو څخه استفاده کړې ده.»

په دې لړ کې حزب اسلامي د طالبانو له یو شمېر قومندانانو سره له اړیکو خبره کوي او ټینګار کوي څه د پاسه سل تنه طالب قومندانان له دغه ګوند سره په خبرو کې چمتو شوي چې وسلې پر ځمکه کېږدي.

ښاغلي کریم زیاته کړه:«څه باندې ۱۰۰ لوی او وړاړه قومندانان چې په جګړه کې اغېزمن دي له موږ سره په اړیکه کې دي او حاضر دي چې همدا سبا ته سپین بیرغ پر ځمکه کېږدي او د سولې له بهیر سره یوځای شي.»

خو د سولې په خبرو کې د پچیلتیاوو په لړ کې او په داسې حال کې چې دا بهیر له څه مودې راهیسې له بندون سره مخامخ دی آیا په نوې لارې سره به سوله راشي؟

د ولسي جرګې غړي داوود کلکاني په دې اړه وویل:«که‎چېرې په واقعیت سره د افغانستان ټول خلک، سیاسي ګوندونه، مدني ټولنې بنسټونه، او د افغانستان مطرحه شخصیتونه په دغې اجماع کې راغونډ شي، یوه ګډه موضوع ولري زه په دې امید یم چې انشاالله موږ یوه مطلوب ټکي ته رسوي.»

له بلخوا د دولت مخالفو وسله والو ته د اجرائیه رییس عبدالله عبدالله نوی پیغام داسې دی.

هغه وايي:«تر هغې ورځې چې هغوی سولې ته چمتو نه‎شي دفاع، مشروع دفاع ده سپېڅلې دفاع ده او هېواد، عقیدې او د افغانستان له خلکو څخه دفاع ده.»

په تېرو کابو دوو لسیزو کې افغان دولت له سلګونو لارو سولې ته د رسېدو لپاره هڅې وکړې، خو هېڅ یوې یې مثبتې پایلې نه لرلې او تراوسه هم افغانان د سولې د راتلو په تمه شپې ورځې تېروي.

عبدالله عبدالله، رییس اجراییه حکومت گفته است:" تا روز که آنان آماده صلح نشوند دفاع، دفاع مشروع است دفاع پاک است و دفاع از سر زمین از عقیده از کشور و از مردم افغانستان است"

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه