Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

'د سولې راتلونکي اقدامات د تاوتریخوالي د کمښت پایلو پورې تړلي دي'

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي چې ټاکل شوې د تاوتریخوالي د کمښت پېر، نن شپه (جمعه د سلواغې ۲مه) له دولسو بجو وروسته پيل شي او په دې پېر کې باید محتاطانه عمل وشي.

ښاغلي غني چې نن ماښام له ملې ټلوېزیون څخه په ژوندۍ بڼه وینا لرله، ټینګار وکړ چې د سولې بهیر کې راتلوونکي اقدامات د تاوتریخوالي اوونۍ پایلې او ارزونې پورې تړاو لري.

هغه په دې اړه وویل:«دا چې طالبانو د تاوتریخوالي د پام وړ کمښت لپاره هوکړه کړې، دا هم اوربند او تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره یو مهم ګام دی او زموږ په جدي توګه د وضعیت څارنه کوي.»

هغه د خپلې وینا په بله برخه کې څرګنده کړه:«د سولې بهیر کې راتلوونکي اقدامات د تاوتریخوالي د کمښت اوونۍ څخه زموږ ارزونې او پایلې پورې به تړلي وي چې زموږ د راتلوونکي مسیر او لوری روښانه وي. او باید روښانه کړم چې د سولې بهیر د افغانستانو په مشرۍ او مالکیت مخته وړل کېږي.» 

ولسمشر غني ټینګار وکړ چې امنیتي ځواکونه به د تاوتریخوالي په اوونۍ کې له هغو کړنلارو پیروي وکړي چې ورته ویل شوي وي، خو د هغوی عملیات به د نورو ترهګرو ډلو په وړاندې دوام ولري.

هغه زیاته کړه:«زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه به د تاوتریخوالي کمښت په اوونۍ کې په فعاله دفاعي حالت کې وي او له طالبانو پرته د داعش، القاعدې او ټولو ترهګرو ډلو په وړاندې به خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.

امنیتي ځواکونه به یوازې د اړتیا په صورت کې د ځان او د خلکو  دفاع لپاره به په اقدام لاس پورې کړي.»

ورته مهال د حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله او پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د تاوتریخوالي له کمښت څخه هرکلی کړی دی. 

شریک یي کړئ