Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

'د سولې عالي شورا او د سولې په چارو کې د دولت وزارت یو ځای کېږي'

 د سولې عالي شورا یوه غړي ویلي چې ټاکل شوې ده چې د سولې عالي شورا او د سولې په چارو کې د دولت وزارت چې تازه رامنځته شوی سره یوځای شي.

د سولې عالي شورا دا غړی عطاالله لودین زیاتوي چې دا کار د سولې عالي شورا د تشو او کمبودیو ته د پاملرنې په پار ترسره کېږي.

د سولې عالي شورا غړی عطاالله لودین وویل:«دا دوه ادارې نه دي، بلکې د دغو دوو ادارو تشکیلات سره یوځای کېږي، همغږي کېږي او په یوه دریځ د سولې په اړه قضیې تعقیبوي او مذاکرې کوي.»

ولسمشر تېره ورځ د سولې په چارو کې د دولت وزارت رامنځته کړ او د خپل د دفتر رییس یې د هغه په مشرۍ وګوماره.

د دغه وزارت له جوړېدو سره، دم‎ګړۍ په حکومت کې د سولې لپاره درې جوړښتونه شتون لري. ولسمشر که‎څه هم د سولې لپاره د بېلابېلو ادارو د رامنځته کولو دلیل روښانه نه کړ، خو لودین وايي چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت رامنځته کول د سولې عالي شورا بې وسي وه.

ښاغلي لودین څرګنده کړه:«هغه نیمګړتیاوې چې موږ په تېر کې د سولې عالي شورا کې لرلې هیله ده چې د دغه وزارت له رامنځته کېدو سره دا بشپړې شي.»

خو د ملي شورا یو شمېر غړي دا کار نمایشي بولي او زیاتوي، دا بنسټ نه یوازې دا چې کومه ګټه و نه لري، بلکې یوازې د ټاکنیزو موخو لپاره به ترې ګټه پورته شي.

د ولسي جرګې غړی عبدالظاهر تمیم په دې اړه وايي:«سمبولیک پروګرامونه، د موازي ادارو رامنځته کول او هغه ادارې چې هېڅ اصولي بنسټ نه‎لري؛ دا د افغانستان د خلکو دردونه نه دوا کوي.»

د ولسي جرګې غړی جاوېد جیحون هم څرګنده کړه:«موږ سولې ته اړتیا لرو؛ زه وایم چې یو وزارت نه بلکې په سلګونه نور وزارتونه هم وي چې افغانستان ته سوله راولي، زه وایم ضرورت دی.»

ولسمشرۍ ماڼۍ نه غواړي په دې اړه څه ووايي. خو ولسمشرۍ ته یو شمېر نوماندان وايي، داسې مهال چې ولسمشرۍ ټاکنو ته یوازې درې میاشتې پاتې دي، ولسمشر نه باید داسې کارونه وکړي چې ټاکنیزې مبارزو ته لمن وهي.

شریک یي کړئ