Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سولې غوښتنې غړو په خپلو وینو رنګین لیک م.م سازمان ته واستوه

د سولې غوښتنې ولسي خوځښت په یوه لیک کې چې د دغه خوځښت د غړو په وینو سره رنګین شوی، په پاکستان کې د ځينو کړیو له خوا په افغانستان کې د وینو تویولو پر درېدو ټینګار کوي.

دغه لیک په کابل کې د ملګرو ملتونو سازمان دفتر ته استول شوی، ترڅو هغه د ملګرو ملتونو سازمان عمومي ټولګې ته ورسوي.

په یوه لاس خپل بل لاس په چاکو سره پرې کوي او وایي دا دې کار ته ورته دی چې پاکستان د یوه افغان لخوا د بل وینې تویوي.

د دغو وینو تویدو لپاره اوښکې تویوي او د ځواب په تمه دي.

په دغه لیک کې یوازې څلور کرښې لیکل شوې چې د ملګروملتو سازمان ته لېږل شوی او له دغه سازمانه غوښتل شوي د پاکستان پر حکومت، د دغه هېواد پر پوځیانو او استخباراتو فشار راوړي ترڅو نور د افغانانو وینې تویې نه‎شي.

د دغه لیک په یوې برخه کې راغالي چې:« د پاکستان حکومت، استخبارات او پوځيان یې د افغانانو وینه د نورو افغانانو په لاس تویوي.»

د سولې غوښتنې ولسي خوځښت مشر اقبال خیبر په دې اړه وویل:«موږ د پاکستان له حکومته، استخباراتو او د دغه هېواد له پوځيانو غواړو چې نور په افغانستان کې د وینې تویول پای ته ورسوي، دیارلس ورځې کېږي چې موږ د هغوی د سفارت په وړاندې ناست یوو، خو د هغوی یو استازی هم را نه غی او و نه یې پوښتل چې موږ څه غواړو.»

د نورو افغانانو په شان د سولې غوښتنې د دغه ولسي حرکت غړي هم له جګړې ستومانه شوي او قربانۍ یې ورکړې کړې دي، د دغه ۶۵ کلن کس په څېر چې د غزني ولایت اوسېدونکی دی او یو کال مخکې یې په جګړه کې مېرمن، دوه وروڼه او دوه وریرونه له لاسه ورکړي دي.

د سولې غوښتنې د ولسي خوځښت غړی ادم خان څرګنده وي:«په کور کې ناست وم چې یو راکټ راغی او ولګېد مېرمن مې او د کورنۍ نور غړې مې ووژل شول، جګړې موږ ته ډېر زیان رسولی زموږ غوښتنه دا ده چې نور دې دا جګړه پای ته ورسېږي او موږ خپل خوځښت ته دوام ورکوو، که‎چېرې زه په خپله هم ومرم، زموږ بچیان سولې ته تر رسېدو پورې دغه حرکت ته دوام ورکوي.»

دوی د پاکستان د سفارت په مخکې دیارلس ورځې تېرې کړې او د سولې غوښتنې شعارونه یې ورکړل، دوی وايي په دې موده کې د دغه سفارت هېڅ یوه استازي له دوی سره ونه کتل او د هغوی غوښتنې یې نه دي اورېدلې, اوس د ایران د سفارت په لور روانېږي.

د سولې غوښتنې د ولسي خوځښت ویاند بسم الله وطندوست په دې اړه زیاته کړه:«موږ د ایران سفارت په وړاندې هم غواړو چې د هغوی خلک پر حکومت فشار راوړي ترڅو د افغانستان په جګړه کې له لاسوهنې لاس واخلي.»

ټاکل شوې دوی تر نامالومې مودې په کابل کې د ایران د سفارت په مخکې پرلت وکړي او د سولې غوښتنې شعارونه ورکړي. ۱۵ ورځې وروسته به پلي بلخ ولایت په لور روان شي او سولې غوښتنې هڅو ته به دوام ورکړي.

شریک یي کړئ