د سولې غوښتنې ولسي حرکت کې سرچینې، نن (شنبې د تلې په ۲۷مه) د دې پخلی کړی چې د دغې ډلې شپږ غړي د لوګر ولایت په اړوندو کې د طالبانو له خوا داسې مهال تښتول شوي چې غوښتل یې د دغه ولایت د مرکز پل علم - شهرک سیمه کې یوې ولسي غونډه کې ګډون وکړي.
سرچینو ویلي چې حاجي نېکزاده، زمری ځلاند، عبدالحمید خنجري، عبدالمالک مالکي، حاجي صاحب او مولوي مظلوم یار،هغه شپږ تنه دي چې د طالبانو له خوا تښتول شوي دي.
بلخوا طالبانو تراوسه د دغو شپږو تنو د تښتول کېدو په اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې کابو پنځه میاشتې مخکې هم طالبانو د دغه حرکت ۲۵ غړي هلمند ولایت کې له ځان سره بیولي وو او د دوی په وینا طالبانو غوښتل چې له هغوی سره د سولې بهیر په اړه خبرې وکړي.
د سولې غوښتنې ولسي حرکت، د ۱۳۹۷ کال د وري میاشت کې په هلمند ولایت کې د ناامنیو او تاوتریخوالي په غبرګون کې رامنځته شو.
دغه کاروان چې د غړو شمېر یې څه باندې شل تنه و، په هلمند کې له پرلت او اعتراضونو وروسته پلي کابل ته راغلل او د کابل هلمند په لویه لار د پرتو ولایتونو ځينې اوسېدونکي هم له دغه کاروان سره یو ځای او شمېر یې زیات شو، وروسته د سولې غوښتنې ولسي حرکت غړي د هېواد شمالي ولایتونو ته هم ولاړ. د دغه ولسي حرکت اصلي غوښتنه، د اوربند رامنځته کېدل او د طالبانو او حکومت ترمنځ د مذاکراتو پيل دی.