Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی، زلمی خلیلزاد کابل ته راغی

د افغانستان سولې ته د امریکا متحده ایالاتونو ځانګړی استازی، زلمی خلیلزاد یک‎شنبې(د تلې۱۵مه) کابل ته راغی.

ښاغلی خلیل زاد طلوع نیوز ته وایي افغانستان کې د سولې راوستو او د جګړې بندون ماتولو په موخه به له خپل ټول توان، استعداد، نړیوالو او سیمه ییزو اړیکو کار واخلي.

نوموړی زیاتوي د افغانستان په سوله کې د ټولو افغانانو د حضور ترڅنګ به د تېرو کلونو لاسته راوړنې هم وساتل شي.«هر هغه څه چې خدای ماته راکړي دي، په نړیوالو اړیکو کې تجربې او زده کړې به سولې ته د رسېدو په موخه وکاروم.»

کابل ته د خلیلزاد راتګ د هغه لس ورځني سفر برخه ده چې په ترڅ کې یې اسلام آباد، دوحې، عربي متحده اماراتو او ریاض ته تللی وو.

خلیلزاد وايي د سولې بهیر کې به د تېرو کلونو لاسته راوړنې وساتل شي:‎« د افغان رسمي چارواکو، د نورو افغانانو په همکارۍ چې مطرح دي، د داسې سولې لپاره چې د افغانستان څلوېښت کلنه جګړه پای ته ورسوي کار وکړو، سوله ییز افغانستان ته ورسیږو چې ټول قومونه په کې ځانونه وویني او په کې د غوراوي حق ولري  او د تېرو کلونو قربانیو ته ځواب ویونکی ووسي.»

زلمي خلیلزاد له ولسمشر غني، اجرائيه رئیس، عبدالله عبدالله، د ولسمشر دوهم مرستیال، سرور دانش سره لیدنې درلودې.

د ولسمشرۍ ماڼۍ خبرپاڼه کې ویلي دي چې په دې لیدنه کې د افغانانو په مشري افغانستان کې د سولې تامین په موخه خبرې شوي دي.

زلمی خلیلزاد چې افغاني الاصله امریکايي دی په افغانستان کې د کار، له سیمې د پېژندې او دغه راز د سولې پر وړاندې د شته ستونزو په اړه معلومات لري.

ښاغلی خلیل زاد وايي افغانستان کې د سولې راوستو او د جګړې بندون ماتولو په موخه به له خپل ټول توان، استعداد، نړیوالو او سیمه ییزو اړیکو کار واخلي

شریک یي کړئ