Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سولې لپاره د علماوو له اقدامه د ملګرو ملتونو سازمان ملاتړ

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی تدامیچي یاماموتو وايي چې پر یو شمېر دیني مشرانو برید، چې په سوله‎ییزه توګه په کابل کې د یوې ګډې اعلامیې د خپرولو په موخه راغونډ شوي وو، او له یوه امن او خوندي افغانستان سره یې مرسته کوله په بشپړه توګه د منلو نه دی.

د هغه یوې خپرپاڼې له خپرولو سره ویلي دي:« دغه برید زما غوصه راپارولې او غندم یې. دغه افراطي ډلې په دوامداره توګه زما غوصه راپاروي چې غواړي د سولې هڅې له خنډ سره مخ کړي.»

هغه همدارنګه زیاتوي:« دا ډول کړنې کېدای شي جنګي جرمونه وشمېرل شي، او هغه کسان چې د دا ډول بریدونو تنظیمولو مسوولیت لري، باید عدالت ته را وکاږل شي او حساب ورسره وشي.»

په خپرپاڼه کې همدارنګه راغلي دي چې ملګري ملتونه له ټولو افغانانو سره خپل پیوستون ته دوام ورکوي او له نړیوالې ټولنې سره په ګډه، د افغانانو په مشرۍ د سولې بهیر ته ژمن پاتې کیږي. تر څو جګړه پای ومومي او افغانستان و توانیږي له دا ډول ظلمونو څخه د ټولو خلکو د خوندیتوب لپاره لا ډېرې سر چینې بېلې کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په استازیتوب د پرون ورځې د برید د قربانیانو له کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي څرګندوم او ټپیانو ته د بېړنۍ روغتیا غوښتنه کوم.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی وايي چې دغه سازمان له ټولو افغانانو سره خپل پیوستون ته دوام ورکوي او له نړیوالې ټولنې سره په ګډه، د افغانانو په مشرۍ د سولې بهیر ته ژمن پاتې کیږي.

شریک یي کړئ