Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سولې لپاره د هلمندیانو خوښي او د یوه افغان سرتېري هیله

د طالبانو لخوا د یوې اوونۍ د تاوتریخوالي د کمښت په لړ کې د یک شنبې(د کب په ۴مه نېټه) د شپې یو شمېر کسان هم د لښکرګاه ښار واټونو ته راوتلي او د دایمي سولې او وربند شعارونه ورکوي.

د لښکرګاه ښار اوسېدونکی، رفیع الله وايي:«موږ د طالب وروڼو څخه مننه کوو، موږ د هغه چا څخه مننه کوو چې هغوی ته يې د تاوتریخوالې د کچې د کمښت قناعت ورکړی دی.»

همداراز قیس زیاتوي:« وګوری دلته خلګ څومره خوښ دی ، او خلګ خوښي کوي ، زموږ غوښتنه ده، د اوه ورځې په دایمي بدلې شي او بیا دایمي سوله وشي، او خلک مو ارام ژوند ولري.»

فیروز هغه افغان سرتېری دی چې د پوځ په لیکو کې یې د جګړې پرمهال پلار، ورور او دوه ماماګان له لاسه ورکړي، هېواد کې د تاوتریخوالیو کمښت سره د سولې په تمه دی.

هغه وايي پلار او ورور یې د مخالفینو ماین چاودنه کې او ماماګان یې مخامخ جګړه کې وژل شوي، خو دی خدای ساتلی او هیله لري چې هېواد کې جګړه پایته ورسیږي.

د پوله ساتو ځواکونو دا غړی زیاتوي:«‎زما پلار او ورور په خانشین ولسوالۍ کې وو او خپل کنډک ته يي اکمالات کول، په لاره کې ماین پرې وچاودید او دواړه شهیدان شول او همدارنګه دوه ماماګان مې هم په نادعلې ولسوالۍ کې په مخامخ جګړه کې شهیدان شول، خو زه تر اوسه خدای پاک ژوندی ساتلی یم او هیله مې د لاسه نه ده ورکړې، په جګړه کې د دواړو غاړو زیان دی او موږ اوس ډېر خوشحاله یوو، چې د جګړې شددت والی کم شوی دی.»

همدارنګه د هلمند په ناوې ولسوالۍ سلګونو کسانو د سولې او دایمي اوربند غوښتنې په یو پراخه ناسته کي ګډون کړی دی، دغه کسان وايي په روانو جګړو کې تر ډېره ملکي کسانو قرباني ورکړې ده.

ناوه کې غومي مشر، عتیق الله خان وايي:«‎تر ټولو ډېر موږ ملکي کسانو پدغه بدمرغه جګړه کې قرباني ورکړې ده، زیانونه مو لیدلي دي، اما دا یو ښه چانس دی هم د حکومت لپاره او هم د طالب لپاره چې نور دوی پر یوه میز سره کښیني او خپل منځي خبري پیل کړي.»

د هلمند اوسېدونکي وايي نور له جګړو ستړي دي او د تاوتریخوالي د کچې دغه راټیټیدل به د بین الافغاني مذاکراتو لپاره ښه پیل بولي.

شریک یي کړئ