Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سولې مشورتي جرګې له بهیره د سیاف خوښي

د سولې د عالي مشورتي جرګې مشر، عبدالرب رسول سياف پنج‎شنبې د یادې جرګې په څلورمه ورځ (د غويي په ۱۲مه نېټه) وايي په جرګه کې راټول شوي ۳۲۰۰ استازي د کوم  ځانګړي کس په ملاتړ نه دي راټول شوي.

ښاغلي سیاف د هغو نیوکو په غبرګون کې چې کواګي د سولې مشورتي لویه جرګه د یوه کس لپاره ټاکنیز کمپاین دی وړاندې وویل:«‎موږ هغه بله ورځ هم یادونه وکړه چې دلته کوم ځانګړي کس د ملاتړ او یا هم د چا د کمپاین لپاره نه یوو سره راتول شوي.»

هغه وړاندې وویل:« مخکې دا تشویشونه وو چې جرګه کمپاین دی، خو سبا به اعلامیه هم نشر شي، که اعلامیه کې هم د چا په ملاتړ کوم څه وو، نو بیا ویلی شي چې دا د جرګې نظر نه دی.»

د جرګې رییس هیله څرګنده کړه چې په تالار کې د هغې موخې لپاره چې د د سولې خبرو اترو لپاره د لارې هوارول دي راټول شوي یوو، په بریالي توګه راووځي.

نوموړي وړاندې وویل:«هیله لرو چې په دې تالار کې د هغې موخې لپاره چې راټول شوي یوو، بریالي راووځو.»

نن به د کمېټو  راپورونه وړاندې شي، له رسنیو به هم په ژوندۍ بڼه خپاره شي. که په کمېټو کې کومې ستونزې وي، که هوارې شوي نه وي، نو که کومه ستونزه وي، دوستان ده یې ولیکي او موږ ته د یې راولیږي، موږ پرې غور کوو.

عبدالرب رسول سیاف وویل د افغانستان په تاریخ کې داسې جرګه نه ده دایره شوې چې په کې ۳۲۰۰ کسانو ګډون کړی وي.« تاسې راغوښتل شوي یاست چې مصالحې لاره موږ ته ښکاره کړئ.»

ټاکل شوې د جرګې په څلورمه ورځ ټولې ۵۱ جوړې شوې کاري کمېټې خپل راپورونه وړاندې او دا بهیر په ژوندۍ بڼه له رسنیو خپور شي.

ښاغلي سیاف د راپورونو وړاندې کولو په تړاو وویل:« دا ټول راپورونه سره یو کېږي او د کمېسیونو له رییسانو سره پرې بحث او په ګډه اعلامیه کې تر هغې چې ټول پرې قانع نه وي، نو اعلامیه به نه خبرېږي.»

ده واندې وویل:« دلته نه چا غوښتنه  کړې چې رایه یې تحمیل شي او یا یې په اعلامیه کې راووځي. زموږ ژمنه همدا ده چې ستاسو رایه او ژمنه وړاندې شي. د یوه فرد نظر هم له نظره نه غورځول کېږي، او ورته به پام کېږي. دا زموږ دود ا و دستوز دی »

ښاغلي سیاف د خپلو خبرو په پای جرګه کې پر نظم ټینګار وکړ.

د سولې مشورتي جرګې له بهیره د سیاف خوښي

سیاف وویل:«هیله لرو په دې تالار کې د هغې موخې لپاره چې راټول شوي یوو، بریالي راووځو.»

شریک یي کړئ