Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سولې مشورتي لویې جرګې د ۴۰۰ طالب بندیانو ازادول تایید کړل

د افغان حکومت په بند کې د ۴۰۰ طالب بندیانو د ازادولو په تړاو د رایې  ورکړې په تړاو د سولې مشورتي لویه جرګې د یادو بندیانو د ازادول تایید کړل.

دغه پریکړه لیک چې نن(یکشنبې د زمري په ۱۹مه نېټه) د جرګې په دریمه ورځ ولوستل شو، په دریم بند کې یې د بندیانو پر ازادولو ټینګار شوی دی.

دغه بند کې راغلي:« جرګه د مذاکراتو د پیل پر وړاندې د شته خنډونو د لیري کولو، د وینو له تویدو د مخنیوي او همداراز د وګړو د مصلحت او خیر لپاره د طالبانو د ۴۰۰ بندیانو د خوشې کېدو نظر تاییدوي.»

دغه پریکړه لیک ۲۵ بنده لري او همداراز دغو بندیانو کې د بهرنیو وګړو په تړاو هم ویل شوي چې اړوند هېواد ته د ضمانت اخیستو په صورت کې باید وسپارل شي.

په دې تړاو پرېکړه لیک کې راغلي دي:«که چېرې د بندیانو ترمنځ بهرني وګړي شامل وي د بهرني بندیانو له هېوادونو د ضمانت له اخیسو سره خپلو اړوندو هېوادونو ته وسپارل شي.»

د یادې جرګې پریکړه لیک همداراز هېواد کې د سولې له تامینه هرکلی کړی:« د مشورتي لویې جرګې غړي د تل پاته او  با عزته سولې ته د رسیدو لپاره د سولې له پهیر څخه چې هېواد کې د سولې او ثبات لامل شي هرکلي کوي.»

د امریکامتحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې له مخې ټاکل شوې وه چې افغان حکومت به بند کې ۵۰۰۰ طالب بندیان له بنده ازاد کړي، څو د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو، اوربند او هېواد کې سولې ته زمینه برابره شي، خو افغان حکومت د ۴۰۰ بندیانو ازادۍ سره اختلاف درلود چې ګواکي دغه کسان په درنو جرمونو تورن دي.

ولسمشر غني د لوی اختر په ورځ خپله وینا کې د دغو کسانو ازادۍ لپاره د لویې مشورتي جرګې د رابلل وویل او دغې جرګې د جمعې په ورځ خپل کار پیل کړ.

د هوکړه لیک لوستو لپاره دا ځای کېکاږئ:

شریک یي کړئ