تمه ده چې نن(چهارشنبې د غويي په ۱۱مه نېټه) د سولې مشورتي جرګې په دریمه ورځ کې ۳۲۰۰ غړي په ۵۱ کمېټو کې له طالبانو سره د سولې خبرو اترو د چوکاټ د ځانګړې کولو پر سر خپل کار ته دوام ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د سولي مشورتي لويې جرګې دوهمه ورځ له هغه څه چې پر ازادو رسنیو د دې جرګې د خپراوي په برخه کې سانسور بلل کيږي، نېوکي راپورته کړې.
د مشورتي جرګې یو شمېر غړي د سولې مشورتي لويې جرګې په تالار کې د رسنیو نه شتون د جرګې د اداري کمېسیون له لوري د سانسور په معني یادوي.
بلخوا دسولي مشورتي لويې جرګې مسوولین د ۵۱ کمېټو لپاره د عمومي ریسانو او دارالانشا ریسان هم په دوهمه ورځ وټاکل شول.
افضل حدید، محمد عارف نورزی، حبیبه سرابي، انجینیر کمال صافی او ناجیه اخندزاده د یادې جرګې د مرستیالانو په توګه وټاکل شول.
د سولې مشورتي لویه جرګه دوشنبې پرانیستل شوه تر څو د سولې خبرو اترو چوکاټ وټاکي.
د یادې جرګې په لومړۍ ورځ جهادي مشر، عبدالرب رسول سیاف د ولسمشر لخوا د جرګې رییس په توګه وړندیز شو.
ټاکل شوې لویه جرګې تر سبا (پنجشنبې د غويي تر ۱۲مې) دوام وکړي.