Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

'د سولې هوکړه لیک به د طالبانو په استازیتوب ملابرادر لاسلیک کړي'

د طالبانو پر مهال پاکستان کې افغان سفیر عبدالسلام ضعیف وايي چې د سولې هوکړه‎لیک به تر راتلوونکو څو ورځو پورې وروستۍ شي او د طالبانو په استازیتوب بخ ملاعبدالغني برادر دغه هوکړه لیک لاسلیک کړي. 

ښاغلي ضعیف له طلوع نیوز سره په مرکه کې ویلي چې امریکايي استازي غواړي د هوکړې متن کې باید دا ولیکل شي، چې وسله‎وال طالبان به له ټولو ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې پرې کوي. 

دغه طالب چارواکی همدارنګه زیاتوي چې دواړه لوري په ۱۵ تر ۲۴ میاشتو کې د بهرنیو ځواکونو د بشپړ وتلو او همداراز د ترهګریزو فعالیتونو د مخنیوي لپاره د تضمین په اړه بشپړې هوکړې ته رسېدلي دي.

په اسلام آباد کې د طالبانو پخوانی سفیر عبدالسلام ضعیف:«د سولې له هوکړې وروسته که‎چېرې دوی (امریکایان) هڅه کوي چې په افغانستان کې د دوی استخباراتي فېزیکي وجود پاتېږي، چې اوس وايي پاتېږي او له دې وروسته چې له طالبانو سره کاملاً وتلو هوکړه کړې دا به له خبرو په شا کېدل وي خو زه په دې عقیده نه یم چې امریکا دې په شا شي.»

بلخوا د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو نهم پړاو د پنجشنبې په ورځ په دوحه کې پیل شو.

ټاکل شوې په دې پړاو کې د دواړو لوریو ترمنځ د سولې د هوکړې د عملي کېدو د څرنګوالي د لارو چارو په اړه خبرې وشي.

عبدالسلام ضعیف وايي د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې متن به ډېر ژر لاسلیک شي او د طالبانو لخوا به ملاعبدالغني برادر دغه هوکړه لاسلیک کړي.

د هغه په وینا روسیه او پاکستان به د طالبانو لخوا د دغې هوکړې تضمینوونکي وي.

ښاغلی ضعیف وايي د امریکا او طالبانو استازو ترمنځ له موافقې یوه اوونۍ وروسته به د افغانانو ترمنځ خبرې پیل شي.

د طالبانو ډلې دغه غړی د طالبانو ترمنځ اختلافات مني.

په اسلام آباد کې د طالبانو پخوانی سفیر عبدالسلام ضعیف څرګنده کړه:«هر وخت چې له امریکایانو سره هوکړه‎لیک لاسلیک شو، کېدای شي چې د یوې اوونۍ په لړ کې افغاني مذاکرات هم پیل شي.»

له بلخوا یو امریکايي جنرال له امریکایي رسنیو سره په خبرو کې وايي امریکا منلې چې تر ۱۵ میاشتو پورې له افغانستانه وځي.

متقاعد امریکايي جنرال جنرال جک کن وویل:«امریکا له طالبانو سره هوکړې ته رسېدلې څو امریکايي ځواکونه د ۲۰۲۰ز کال تر پایه له افغانستانه ووځي یعنې تر راتلونکو څوارلسو یا پنځلسو میاشتو پورې د دې کار په بدل کې به طالبان او د افغان حکومت استازي سره خبرې وکړي، له موافقې وروسته په ۱۴۰ ورځو کې به د امریکايي پوځیانو په شمېر کې د پام وړ کمښت راشي، درېیمه موضوع چې موږ ورسره ستونزه لرو امریکا ته د طالبانو تضمین دی چې القاعده به په افغانستان کې یو امن مرکز جوړ نه کړي او له داعش سره به مبارزه وکړي خو موږ باور نه لرو چې طالبان د باور وړ دي.»

اخوا افغان سیاستوالان وايي ترهغه چې د ټولو موضوعګانو په اړه موافقه ونه شي، د ټاکنو د ځنډولو او لنډمهاله حکومت په هکله به بحثونه پیل نه شي.

اخوا د افغانستان حکومت وايي د افغانانو ترمنځ د خبرو لپاره یې د حکومت د مرکچي پلاوي نوملړ برابر کړی او د امریکا او طالبانو ترمنځ د موافقې په تمه دی. 

ښاغلی ضعیف وايي چې دواړه لوري په ۱۵ تر ۲۴ میاشتو کې د بهرنیو ځواکونو د بشپړ وتلو او همداراز د ترهګریزو فعالیتونو د مخنیوي لپاره د تضمین په اړه بشپړې هوکړې ته رسېدلي دي.

شریک یي کړئ