Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د سولې هڅو په درشل کې د جګړې دوام؛ ۲۴ساعتونو کې ۱۵ سرتېري وژل شوي

د سولې خبرو اترو د پيل لپاره له هڅو سره هم مهاله، د هېواد ۱۵ ولایتونو کې د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنخ جګړه روانه ده.

د امنیتي بنسټونو د شمېرو پربنسټ، په تېره یوه شپه او ورځ کې د طالبانو د بریدونو په پایله کې د پولیسو کابو ۱۵ سرتېري وژل شوي او ۱۴ تنه نور پټيان شوي دي.

په دې منځ کې په تخار کې د پنجشنبې په شپه طالبانو د تخار- کندوز پر لویه لار د پولیسو پر یوې پوستې برید وکړ چې په پایله کې یې ۴ پولیس ووژل شول او لس نور یې ټپیان دي.

د ولسي جرګې غړې نظیفه یوسف بېګ په دې اړه وايي:«په تېرې اوونۍ کې موږ ۱۰۰ تنه په ولسوالیو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو شهیدان او ټپيان لرل.»

د تخار د والي ویاند محمد جواد هجري وویل:«په ټول کې زموږ امنیتي ځواکونه توانېدلي چې په هر لوري د مخالفینو ټول تحرکات، وځپي.»

د امنیتي بنسټونو د معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د تخار، جوزجان، پکتیا، هلمند، خوست، غور، کندوز، بادغیس، کندهار، سمنګان، فاریاب، غزني، لوګر، هرات او بدخشان ولایتونو په شاوخوا سیمو کې د طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ نښتې شوې دي.

ورته مهال ولسمشر غني وايي چې تاوتریخوالی کم شوی دی:«د جګړې د پراختیا له اړخه، تاوتریخوالی راکم شوی؛ خو لا هم د تلفاتو شمېر ډېر لوړ دی او په منځنۍ کچه د پوځیان د تلفاتو شمېر له ۳۰ تر ۳۵ دی او په ټول افغانستان کې د تلفاتو مجموعي شمېر ۷۰ ته رسېږي.»

د کورنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال میرزا محمد یارمند څرګنده کړه:«طالبان د دغې مسلې په اړه باید ځواب ویونکي وي. که چېرې له یوې خوا تاوتریخوالي کموالي ته ژمن دي.. جګړه کړې نو څه ډول لاسته راوړنه ولري.»

له دې سره سم، د امریکا دفاع وزیر د ناټو له عمومي منشي سره په کتنه کې، د افغانستان د وضعیت په اړه هم خبرې کړې دي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په دې اړه څرګندوي:«ناټو د افغانستان د سولې له بهیره د ملاتړ لپاره د خپل شتون د تنظیم په حال کې ده. دغه کار به زموږ له نږدې همکارانو او متحدینو سره په همغږۍ ترسره شي.»

سره له دې چې، طالبانو په هېواد کې په خپلو بریدونو کې کموالی راوستی؛ خو حکومت د دولتي ځواکونو د تلفاتو د ډېروالي له امله اندېښمن دی.
 
د تاوتریخوالي د راکمولو لپاره د هڅو په لړ کې، بیا هم نږدې نیمايي افغانستان د جګړې په اور کې سوځي.

شریک یي کړئ