د سولې ولسي حرکت د طالبانو د اعلامیې په غبرګون وایي، که طالبان داسې سند ولري چې د سولې له ولسي خوځښته د افغانستان حکومت او یا هم نور هېوادونه ملاتړ کوي، نو دوی ځواب ویلو لپاره د طالبانو محکمې ته هم حاضر دي.
د دې ولسي حرکت مشر اقبال خبیر له طلوع نیوز سره په مرکه کې وويل چې طالبانو ته به ۵ ورځې وروسته رسمي ځواب ورکړي، ځکه طالبانو هم دوی ته له ۵ ورځو ځنډ وروسته ځواب ورکړ.
ښاغلي خبیر زیاته کړه:«زموږ دا خوځښت په بشپړه توګه ولسي دی او په دې حرکت کې هېڅ ډول بهرنی پلان نشته، موږ د لارو په اوږدو کې ۶۰ سلنه لاره موږ د طالبانو د واکمنۍ او نفوذ لاندې سیمو کې تېره کړې او له هغوی سره مو لیدنې کړې دي کهچېرې زموږ دا حرکت او خوځښت امریکایی دی ولې هغه وخت پوه نه شوئ؟»
د دغه کاروان غړي له هیلو او ارمانونو ډکې شپې او ورځې په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر مخې ته د جګړې او تاوتریخوالي د پای ته رسېدو په موخه تېروي.
دوی د سولې د راتګ لپاره شیبې شماري او د سولې د ولسي حرکت دا غړي په دې شپو ورځو کې د کابل مېلمانه دي.
ډېری هغه کسان چې د دغه ولسي خوځښت غړي دي خپل کورونه، کار او بار پرېښی او دلته په کابل کې د سولې غوښتنې لپاره غږ پورته کوي.
۷۰ کلن عبدالعزیز چې د دغه خوځښت غړی دی وايي، د جګړو په پایله کې يې د کورنۍ دوه غړي له لاسه ورکړي او په غزني کې یې خپل ټول کار او بار او کورنۍ پرېښې ده.
هغه زیاته کړه:«موږ یوې پایلې ته د رسېدو لپاره خپل دغه حرکت ته دوام ورکوو، ځکه چې موږ له جګړې ستومانه شوي یوو.»
خو ډېری کارپوهان او د ولسي جرګې غړي په دې باور دي چې د سولې دا ولسي خوځښت په واقعیت کې په افغانستان او د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د تاوتریخوالي او جګړې د پای لپاره د ویښتابه لپاره د حس رامنځته کول دي او طالبان په دې وېره کې دي داسې نه وي چې د دغه بهیر دوام د هغوی موخې له زیان سره مخ کړي.
په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو استازې فوزیه کوفي په دې اړه وايي:«کهچېرې دا ولسي خوځښت نه وای او پروژهيي وای د هغوی هېڅ یوه به دا توان نه درلود چې له هېوادنۍ منیې شور او ځوږ سره له هلمنده تر کابله پلي راشي.»
ټاکل شوې ده چې د دغه ولسي حرکت غړي د چهار شنبې په ورځ د امریکا د سفارت مخته راغونډ او د سولې غوښتنې شعارونه ورکړي.
د دغه حرکت غړي وايي چې امریکا له سفارت درې ورځې وروسته دا بهیر به د روسیې، ایران او پاکستان سفارتونو په وړاندې هم دوام پیدا کړي.
د سولې ولسي حرکت د هلمند ولایت په لښکرګاه او کرشګ ولسوالیو کې له پرلت وروسته د کابل په لور پلی سفر پیل کړ او د ۷۰۰ کیلومټره لار کچ کولو څخه وروسته کابل ته ورسېدل او د دغې لارې په ځینو برخو کې یې د خپل سوله غوښتونکي پيغامونه د خلکو غوږونو ته ورسول.
په همدې حال کې د پاکستان په خېبرپښتونخوا کې د افغان کډوالو د سولې غوښتنې کاروان هم کابل ته ورسېد. دغه کاروان اوه ورځې مخکې پلی سفر د پاکستان له خیبرپښتونخوا څخه پیل او له ۷ ورځو پلي سفر څخه وروسته کابل ته رارسېدلي دي.
د دغه کاروان غړي وايي چې دوی له نورو افغان وګړو سره همغږي دي او سوله غواړي.
له بلخوا د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر چې د دغه کاروان د هرکلي لپاره د کابل ماهیپر ته تللی وايي، جګړه او ناامني د دې لامل شوې چې خلک هېواد پرېږدي او امن سیمو ته ولاړ شي. نوموړی وايي دا جګړې په هېواد کې د بهرنیو ځواکونو د حضور لپاره پلمه ده.
ټاکل شوې چې د دې کاروان غړي له حکومتي چارواکو سره تر کتنو وروسته د هلمند د سولې له کاروان سره ملګري شي او د هېواد بېلابېلو برخو ته د سولې غږ ورسوي.