Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د سولې په اړه د افغان، اذربایجان، ترکمنستان ولسمشرانو خبرې اترې

د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو د پیل په درشل کې، افغان حکومت د سیمه ییزې اجماع او د دغو خبرو اترو د ملاتړ لپاره نسټوني رانغښتي دي.

ولسمشر غني تېره ورځ له لرې واټن څخه د ادربایجان او ترکمنستان له ولسمشرانو سره د افغان سولې په اړه خبرې وکړې او له هغوی یې غوښتل چې د افغان سولې له بهیره ملاتړ وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې ده یوه غونډه چې په هغه کې به د ۲۰ نړیوالو هېوادونو استازي حضور ولري، راتلوونکې اوونۍ جوړه کړو.

ولسمشر غني د تېرې ورځې په خبرو کې وویل:«موږ په هېواد کې د سولې لپاره کار کوو او په همدې برخه کې بوخت یوو. زموږ د بهرنیو چارو وزیر ښاغلی اتمر، زموږ د سیمه ییزو هڅو له مخې، له نږدې او لرې ګاونډیانو سره د لیدنې بهیر پیل کړی؛ چې وکولای شو تاسو له هغې خبر کړو او ملاتړ مو تر لاسه کړو. زه غواړم چې له افغانستانه د تاسو د دوامداره مادي او معنوي ملاتړه مننه وکړم.»

تر دې مخکې افغان حکومت ویلي چې، د افغان حکومت د مرکچي پلاوي او طالبانو تر منځ لومړنۍ ناسته به په دوحې ښار کې ترسره شي؛ خو طالبانو بیا ویلي تر هغې چې د افغان حکومت له بند خونو ۵ زره طالب بندیان خوشې نه شي؛ نو د افغان حکومت له استازو سره به خبرې ونه کړي.

د طالبانو پخوانی قومندان سید اکبر اغا په دې اړه وویل:«اندېښنه شته که چېرې بندیان ازاد نه شي، شونې ده مذاکرات له دې ډېر وځنډېږي.»

ورته مهال د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی چې په دې وروستیو ورځو کې د افغانانو تر منځ د خبرو پیلېدو لپاره یې قطر، ازبیکستان او پاکستان ته سفرونه کړي په خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې، له ولسمشر غني او د ملي مصالحې د عالي شورا له مشر سره یې په انلاین خبرو کې د افغانانو تر منځ د خبرو د پیلېدو لپاره د پاتې برخو  پر ژر حلېدو ټینګار کړی دی.

د ولسي جرګې غړی عبدالرحمان وردک په دې اړه وايي:«دا بهیر د هېوادونو او د نړۍ د ځواکونو د دخیل والي له امله پېچلې ده او همدا عوامل په دغه بهیر کې د ځنډ لامل شوی دی.»

د ولسي جرګې غړې شګوفه نورزي هم څرګندوي:«که چېر ې په همدې ډول دوام پیدا کړي د ملکي وګړو مرګ ژوبله زیاتېږي.»

که څه هم د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو د ترسراوي احتمالي ځای مشخص شوی دی، خو تراوسه د دغو خبرو اترو د پیل نېټه لا روښانه نه ده.

تر دې مخکې افغان حکومت ویلي چې، د افغان حکومت د مرکچي پلاوي او طالبانو تر منځ لومړنۍ ناسته به په دوحې ښار کې ترسره شي.

شریک یي کړئ