ټاکل شوې ده چې د سولې غوښتنې کاروان راتلونکې پنجشنبې له سلو ډېرو دیني عالمانو سره په ګډه ناسته ولري، اوربند او سولې ته د رسیدو په موخه خبرې اترې وکړي.
د دې خوځښت مشر وايي چې له دینی عالمانو سره د لیدنې لپاره پر یوې اعلامیې کار کي او په کې د جګړې له لورو غوښتل شوي تر څو د یوه کلن اوربند لپاره سره هوکړې ته ورسیږي.
د دې کاروان مشر، اقبال خیبر زیاتوي:«موږ د قومي مشرانو او دیني عالمانو له لارې غواړو له طالبانو سره د تګ راتګ او لیدو کاتو پیل وشي او دا قومي مشران او دیني عالمان وساطت کوي تر څو لومړی اوربند وشي.»
اوه ورځې کېږي چې د سولې غوښتنې کاروان په کابل کې د امریکا متحده ایالاتونو سفارت ترشا ټکندده لمر ته ناست دي او د سولې غږ یې پورته کړی دی.
اجمل چې د غزني ولایت څخه دې کاروان سره یوځای شوی دی، نوموړی د سختې ګرمۍ له کبله ناروغ چې ډاکټر هم د لمر تر ګرمۍ لاندې ناسته ترې منع کړي دي. خو دی له نورو ملګرو لږ لیري په سیوري کې خپل اعتراض ته دوام ورکوي.
اجمل وايي:«سر مې په درد شو او ډاکټر ته ورغلم، هغه راته وویل چې لامل یې لمر دی او که د لمر لاندط کینم نو پر ډېرو ناروغیو به اخته شم او مرۍ به مې میکروبي شي.»
د اجمل ترڅنګ نور کسان هم شته چې ناروغ دي، خو خپل اعتراض ته دوام ورکوي او د پنجشنبې ورځې پر پلان کار کوي.
د سولې کاروان غړي وايي که څه د امریکا سفارت استازي غواړي له دوی سره وګوري، خو دوی به خپلې غوښتنې د امریکا خلکو او کانګرس ته په یوه لیک کې ولیکي.
د کاروان بل غړی، محمد حنیف ترکي وايي:«د امریکا خلکو او کانګرس څخه زموږ غوښتنه دا ده چې تاسو هیله ده افغانستان کې خپلې کړنې وڅېړئ دا چې د افغانستان خلک شپه او ورځ په ستونزو کې دي.»
وروسته له دې به د سولې کاروان په کابل کې د روسیې سفارت مخې ته راټول شي.
د دې کاروان مشر وايي چې د روسیې تر سفارت وروسته به د پاکستان، ایران، سعودي عربستان او بریټانیا سفارتونو مخکې ته افغانستان کې د جګړې پایته رسولو په موخه خپل اعتراض ته دوام ورکړي.