Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سولې کاروان هېواد کې جګړه د پردیو لخوا بولي

د سولې ولسي حرکت غړو په ننګرهار کې د یوې لویې غونډې په ترڅ کې نیوکه وکړه چې په هېواد کې روانه جګړه د پاکستان په ګډون د امریکا او یو شمېر نورو هېوادونو زېږنده ده چې قربانیان یې عام افغانان دي.

په یاده ناسته کې دیني عالمان او ښځې په هېواد کې روانه جګړه ناروا بولي، دوی د جګړې پر خلاف له شعارونو سره په هېواد کې روانه جګړه غندي.

د سولې ولسي حرکت مشر، اقبال خیبر وايي:«جنګ د امریکې او روسیې، د پاکستان او هند دی، جنګ د عربو او د عجمو دی، دا جنګ د کونړ او د هلمند د سیندونو دی چې خلک په کې دربدره دي.»

د سولې ولسي حرکت غړی، محمد نیکزاده زیاتوي:«طالب او عسکر سره وروڼه دي، څوک حق نه‎لري چې د ځان د ګټو لپاره یې وجنګوي، دوی اولادونه لري او کورنۍ لري.»

په دې ناسته کې د ویناوالو ډېری څرګندونې پر دې څرخي چې پاکستان په افغان خاوره کې د ترهګرو ملاتړ کوي او د جګړې له ښکېلو غاړو څخه غوښتل کېږي چې اوربند دې وکړي.

دیني عالم مولوي، عبدالهادي کندهار څرګندوي:«هند زموږ سره جنګ نه دی کړی، پاکستان راسره جنګ کړی او که نه؟ دا سیاسي جنګ دی. طالب ته وايي له دوی سره مه کېنئ.»

زده کوونکې، عالیه وايي:«هغه کس دی چې ټوپک پورته کوي، لکه طالب، لکه داعش چې زموږ خویندې او وروڼه وژني.»

د سولې ولسي حرکت غړي له تېرې یوې میاشتې راهیسې ننګرهار ته راغلي چې د دې ولایت بېلابېلو ولسوالیو ته یې سفرونه وکړل او هلته یې د جګړې خلاف د ولسي خلکو سره غونډې وکړې.

ننګرهاریانو د سولې په تړاو ناسته کې پاکستان په افغان خاوره کې د ترهګرو په ملاتړ ګرم بولي، همداراز د جګړې له ښکېلو غاړو څخه د اوربند غوښتنه کوي

Thumbnail

د سولې ولسي حرکت غړو په ننګرهار کې د یوې لویې غونډې په ترڅ کې نیوکه وکړه چې په هېواد کې روانه جګړه د پاکستان په ګډون د امریکا او یو شمېر نورو هېوادونو زېږنده ده چې قربانیان یې عام افغانان دي.

په یاده ناسته کې دیني عالمان او ښځې په هېواد کې روانه جګړه ناروا بولي، دوی د جګړې پر خلاف له شعارونو سره په هېواد کې روانه جګړه غندي.

د سولې ولسي حرکت مشر، اقبال خیبر وايي:«جنګ د امریکې او روسیې، د پاکستان او هند دی، جنګ د عربو او د عجمو دی، دا جنګ د کونړ او د هلمند د سیندونو دی چې خلک په کې دربدره دي.»

د سولې ولسي حرکت غړی، محمد نیکزاده زیاتوي:«طالب او عسکر سره وروڼه دي، څوک حق نه‎لري چې د ځان د ګټو لپاره یې وجنګوي، دوی اولادونه لري او کورنۍ لري.»

په دې ناسته کې د ویناوالو ډېری څرګندونې پر دې څرخي چې پاکستان په افغان خاوره کې د ترهګرو ملاتړ کوي او د جګړې له ښکېلو غاړو څخه غوښتل کېږي چې اوربند دې وکړي.

دیني عالم مولوي، عبدالهادي کندهار څرګندوي:«هند زموږ سره جنګ نه دی کړی، پاکستان راسره جنګ کړی او که نه؟ دا سیاسي جنګ دی. طالب ته وايي له دوی سره مه کېنئ.»

زده کوونکې، عالیه وايي:«هغه کس دی چې ټوپک پورته کوي، لکه طالب، لکه داعش چې زموږ خویندې او وروڼه وژني.»

د سولې ولسي حرکت غړي له تېرې یوې میاشتې راهیسې ننګرهار ته راغلي چې د دې ولایت بېلابېلو ولسوالیو ته یې سفرونه وکړل او هلته یې د جګړې خلاف د ولسي خلکو سره غونډې وکړې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه