Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سویډن سفارت په کابل کې د روغتیاپالۍ نړیواله ورځ ولمانځله

د سویډن سفارت د دغه سفارت په ودانۍ کې د روغتیاپالو نړیوالۍ ورځ ولمانځله.

د مې پنځمه د روغتیاپالو نړیواله ورځ ده، دا ورځ په داسې حال کې لمانځل کېږي چې په هرو دوو ساعتونو کې یوه مېرمن د زېږون پرمهال ژوند له لاسه ورکوي.

په کابل کې د سویډن سفیر انډرس شوبرګ وايي چې په افغانستان کې د میندو د مړینې لوړه کچه تراوسه اندېښمنونکې ده او د هغه د کموالي لپاره، باید د روغتیاپالو د وړتیا لوړوالي ته پاملرنه وشي.

ښاغلي شوبرګ زیاته کړه:«روغتیاپالې تل په لومړۍ لیکه کې ولاړې دي او تاسو هغه کسان یاست چې پوهېږئ د میندو د مړینې د کچې د کمښت او همداراز د ښځو او ماشومانو د ښه کولو لپاره باید څه وکړي.»

که څه هم په تېرو څو میاشتو کې د میندو د مړینې کچه کمه شوې خو د نړیوالو سازمانونو د شمېرو له مخې په روان کال کې په هرو ۱۰۰ زرو مېرمنو کې یو زرو ۲۹۱ تنو ژوند له لاسه ورکوي.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو مرستیال فدا محمد پیکان وویل:«موږ په داسې حال کې دغه ورځ لمانځو چې افغانستان تراوسه هم له کورنیزو پروګرامونو څخه لږه استفاده کوي.»

خو روغتیاپالې له کومو ننګونو سره مخامخ دي؟

روغتیاپاله رابعه احساني په دې اړه وویل:«د روغتیاپالۍ شورا شتون‎ نه‎لري چې د روغتیاپالۍ له ناسمو تمرینونو څخه مخنیوی وکړي، د روغتیاپالو د لوړو زده کړو لپاره زمینه نشته چې له همدې امله  ډېری روغتیاپالې خپلې دندې پرېږدي.»

د عامې روغتیا د شمېرو له مخې په افغانستان کې ۱۵ زره ښځینه روغتیاپالې فعالیت لري.

شریک یي کړئ