Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سپټمبر په میاشت کې د امنیتي پېښو ۱۵ سلنه کموالی

د طلوع نیوز امنیتي راپور ښيي چې د تېرې میاشتې په پرتله د طالبانو په بریدونو کې څه باندې ۲۴ سلنه او په پوځي عملیاتو کې ۵ سلنه کموالی راغلی دی.

د ارزګان د مرکز ترینګوټ ښار د نیولو لپاره د طالبانو ډله‎يیز برید، ملي دفاع وزارت او پاملرنې بنسټ ته ته‎څېرمه د ځانمرګو بریدونو ترسره کول، د پکتیکا د اومنې ولسوالۍ د ولکې ترلاسه کول د سپتمبر په میاشت کې د طالبانو تر ټولو جدي بریدونه وو.

په دې میاشت کې د امنیتي ځواکونو په مرچلو د طالبانو په بریدونو کې ۲۴ سلنه کموالی راغلی او د طالبانو په پوځي عملیاتو کې هم ۵ سلنه کموالي څرګند شوی همداراز په کندز او هلمند ولایتونو کې د مثبتو بدلونونو د نه راتلو له امله د اکتوبر په میاشت کې د طالبانو د ډېرو فعالیتونو شاهد وو.

د طلوع نیوز څېړنیز خبریال عباس حسیني وویل:«د دغه رپوت موندنې ښيي چې د طالبانو د بریدونو له کموالي د امنیتي ځواکونو بریدونه هم کم شوي دي او دا د دې ښودنه کوي چې امنیتي ځواکونه تراوسه هم په یوه غبرګوني حالت کې دي.»

۵۲۷ پوځي عملیات ، ۱۲۵ کشفي او د نیولو پېښې، ۴۰ د ماین و بم اېښودو پېښې، ۱۲۱ د وسله والو مخالفانو د برید پېښې، ۲۱ وسله وال بریدونه، ۱۸ د سړي تښتونې پېښې، ۷۵ د هوایی بریدونه او ۳ ځانمرګي بریدونه په ټول هېواد کې ثبت شوي دي.

پخواني پوځي میرزا محمد یارمند څرګنده کړه:«دولت باید تکتیک ته بدلون ورکړي، له هغې څخه پرته په زرګونه پوځيان به له منځه ولاړ شي او نه شي کولای چې جبهه‎يي جګړې ته له جبهه‎يي طریقې سره ځواب کړي.»

د طلوع نیوز د مالوماتو په بنسټ،په سپټمبر میاشت کې د امنیتي پېښو کموالی،د جګړې په مرګ ژوبله کې د ۱۹ سلنې کموالي لامل شوی دی.

ننگرهار له ۱۲۵ پېښو، ارزگان ۷۹ پېښو، هملند ۷۷ پېښو ، کندز ۶۴ پېښو ، غزنی ۵۳ پېښو او کندهار د ۵۱ پېښو په ثبت سره تر ټولو نا امنه ولایتونه او په همدې میاشت کې بامیان او پنجشیر د هېڅ امنیتي پېښې په لرلرو سره امن لرونکي ولایتونو دي.

د طلوع نیوز د موندنو له مخې د سپتمبر په میاشت کې د امنیتي پېښو له راکمېدو سره د جګړو د مرګ ژوبله هم راکمه شوې ده.

۲ زره او ۲۹ مخالف وسله وال ، ۳۲۱ امنیتي ځواکونه، ۱۲۵ ولسي وګړي او ۱۱ د ولسي پاڅونکونکو غړي وژل شوي دي چې د امنیتي ځواکونو په مرګ ژوبله کې ۳۹ سلنه کموالی راغلی او همداراز د ولسي وګړو په مرګ ژوبله کې ۹ سلنه کموالی تر سترګو کېږي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش په دې اړه وویل:«زموږ ټينګار دا دی چې زیانمن ولایتونه لکه،بغلان او هلمند په لومړيتوب کې راولو،دلته ډېر فشارونه راوړو ترڅو د پرځېدو مخنیوی وکړو.»

د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش هم زیاته کړه:«جګړه له دغو درې حالتونو،تعرضي، دفاعي او شاته تګ څخه بهر نه ده، خو ډېری د دې لپاره چې موږ تکتیکي اجرا لرو ډېری وخت دفاعي حالت غوره او ورپسې تعرض ترسره کېږي.»

سپتمبر میاشت د بې مخینې پېښو شاهده هم وه. د دغې میاشتې په ۲۷ د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي برید کې ۱۳ ملکیانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او همداراز ۸۹ امنیتي پوستې په ترینکوټ ۱۵۰ نورې امنیتي پوستې په هلمند کې له مقاومت څخه پرته د معاملې په ترڅ کې وسله والو مخالفانو لاسته ولوېدې.

د طلوع نیوز امنیتي راپور ښيي چې د تېرې میاشتې په پرتله د طالبانو په بریدونو کې څه باندې ۲۴ سلنه او

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه