Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سیاسي شخړو د حل په هکله د عبدالله عبدالله د سلامشورو د لړۍ دوام

د عبدالله عبدالله ویاند وايي چې د یوه ټول ګډونه حکومت د جوړېدو لپاره پر طرحې کار روان دی او تر راتلوونکو څو ورځو به وروستۍ شي.

امید میثم وايي د ټاکنو پایلې، د سولې عالي شورا او د کابینې څرنګوالی هغه مسایل دي چې په ځينو غونډو کې د هغه په اړه بحث کېږي.

ښاغلی میثم د خپلو متحدانو ترمنځ د اختلاف شتون ردوي. 

هغه همدارنګه زیاتوي چې، ښاغلي عبدالله نن د هېواد له ځینو سیاستوالو او خپلو سیاسي ملګرو سره په جلاجلا غونډو کې د روانو سیاسي جنجالونو د حل لپاره پر یوې طرحې خبرې کړې دي.

امید میثم   سخنگوی عبدالله عبدالله په دې اړه څرګنده کړه:«کله چې موږ غواړو یوه جامع او ټول ګډونه طرحه وروستۍ شي دقت او ډېرې موکې ته اړتیا لري، انشاالله چې ډېر ژر به فرصونه وروستي کېږي او موږ خپله طرحه مقابل لوري ته تر راتلوونکو څو ورځو به ولېږدو.»

د افغانستان د ملي پیوستون نهضت ګوند مشر سید اسحق ګیلاني هم وايي:«طرحه هماغه پخوانی طرحه ده، کوم پراخ بدلون په کې نه دی راغلی، یوازې له هغه بدلون سره چې اجراییه په هغې کې نشته او یوازې د مصالحې ریاست دی.»

له دې سره سم، ځينې سیاستوال وايي، ښاغلي عبدالله منلې چې، د مصالحې عالي شورا مشري پر غاړه واخلي او نږدې سیاسي کسان به یې هم په کابینه کې ځای پر ځای شي او همداراز په هغو ولایتونو کې چې ښاغلي عبدالله ډېرې رایې ګټلې دي؛ د هغو والیان او قومندانان به دی ټاکي.

اساس نو ګوند رییس احمد الله علي زی څرګندوي:«د ښاغلي عبدالله د ځينو نږدې کسانو غوښتنه د رایو باطلېدل او د نظام بدلون دی، خو په دغه وخت کې موږ د دارا کارونو لکه د نظام بدلون او د ټاکنو لغوه کېدو ته موکه نه لرو، ښه خبر به دا وي چې موږ نرمښت وښيو.»

د سیاسي چارو شنوونکی شهزاده مسعود په دې اړه وايي:«د ښاغلي عبدالله په ډله کې هم ستونزې شته او هیله من یوو چې له یووالي او اتفاق سره داسې یوه طرحه رامنځته شي چې راتلوونکي ګامونه یې په افغانستان کې د دایمي سولي لپاره وي.»

ځینې هېوادونو او نړیوالو بنسټونو له اشرف غني او عبدالله عبدالله غوښتي چې د ولسمشرۍ ټاکنو د وروستیو پایلو له امله رامنځته شوی کړکېچ حل کړي او د یوه ټول ګډونه حکومت پر جوړولو سره سلا وکړي؛ ګنې پرته له هغې به دوی له افغانستان سره پر خپلو کېدونکو مرستو بیا کتنه وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه