په هغو ځانګړو مراسمو کې چې په همدې موخه د کابل په مسجدالزهرا کې په لاره اچول شوي وو، د ملي یووالي حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله د ښاغلي کاظمي د شخصیت بېلابېلو اړخونو ته اشاره وکړه او له خلکو او دولتي چارواکو څخهیې وغوښتل ترڅو د کاظمي لار چې استقامت او زغم دی وڅاري.
په ورته وخت کې، په هېواد کې د پرلهپسې وژنو د قربانیانو کورنۍ یو ځل بیا حکومت د دغه دوسیو څېړلو ته په نهپاملرنې تورن کړی دی او ټینګار کوي چې حکومت د دغه ډول وژنو د څېړلو په ځای د واک په وېش کې ښکېل دی او دغه وضعیت خلک د پخوا په پرتله ډېر ناخوښي کړي دي.
بلخوا هم، د دغه مراسم ګډون کوونکي یو ځل بیا پاکستان په هېواد کې نا امنیو او اقتصاد ته په ضربه وهلو کې په لاس لرلو تورنوي.
ګډونوال سید مصطفی کاظمي د هېواد د پرمختګ او سولې غوښتنې قرباني بولي او پخوانی او اوسنی حکومت دغو پېښو ته په نهپاملرنې تورنوي.
د افغانستان د ملي اقتدار ګوند مشر، سید علي کاظمي وویل: " په داسې حال کې چې موږ ورځ په ورځ خپل سلګونه ځوانان له لاسه ورکوو او هغوی مهاجر کېږي او ګڼ شمېر ستونزې ویني او پردیو هېوادونو ته ځي، په داسې حال کې چې موږ د امنیت او اقتصاد په برخه کې ډېرې ستونزې لرو خو له بدهمرغه لاتر اوسه هم لیدل کېږي چې څوکیو ته د رسېدو او د قومونو او حکومتي چارواکو د ملګرو تر منځ د څوکیو د وېشلو لپاره لانجې روانې دي. موږ پخوا هم دغو ستونزو ته د رسېدنې غوښتونکي شوي یو او اوس هم د حکومت له مشرانو غواړو چې پر خپلو سیاستونو کې بیا کتنه وکړي او د پرلهپسې وژنو د څېړلو په برخه کې هم پر خپلو ژمنو عمل وکړي."
ډېری د دولت وسلهوالو مخالفینو او د سیمې د استخباراتو ډبره اچونه د خلکو د بې اتفاقۍ او د حکومتي چارواکو د څو لاسۍ له امله بولي.
د افغانستان د اهل بیت نړیوالې ټولنې رییس، سید رحمتالله مرتضوي وايي: "زموږ ټولې ستونزې هغه مهال پیل شوې چې موږ د یو بل منلو روحیه له لاسه ورکړه او د مجاهدینو له بریا وروسته کابل څو ټوټې شو او موږ ډېرې ستونزې ولیدې. موږ باید یو لاسي شو ترڅو زموږ عملونه د پردیو د لاسوهنې لامل نهشي."
په اسپانیا کې د افغانستان پخواني سفیر، مسعود خلیلي ویلي دي: "مصطفی کاظمي یو له هغو شخصیتونو څخه وو چې ټولو هغه منلی وو او زه په هېواد کې د پرلهپسې وژنو او دغو ستونزو اصلي عامل د پاکستان د «آی اس آی» کار بولم."
د دغې غونډې ګډونوال وايي کلونه کېږي چې په هېواد کې د ترهګریزو پېښو عاملینو ته د سزا ورکولو په تمه دي. دوی ټینګار کوي چې په هېواد کې اقتصادي، سیاسي او امنیتي کړکېچ د حکومت د مشرتابه لهخوا جدي تابیا ته اړتیا لري.
د ملي یووالي حکومت اجراییه رییس، عبدالله عبدالله وايي: " مخکې له دې چې د ملي یووالي حکومت جوړ شي په رېښتیا هم د خلکو غوښتنې ډېرې لوړې وې او زموږ خلکو ډېرې غوښتنې درلودې خو د وخت د کموالي له امله موږ دا منو چې لاتر اوسه هم په هېواد کې ستونزې شتون لري او موږ له ټولو غواړو چې یو ځای د ستونزو په هوارولو فکر وکړي. په اوسنیو شرایطو کې موږ دوه لارې لرو یو دا چې موږ پاتې عمر په نیوکه کولو تېر کړو او بل دا چې موږ حل لاره وپېژنو".
سید مصطفی کاظمي د ولسي جرګې له پنځه تنه نورو استازو او ۷۲ تنه د سیمې اوسېدونکو سره د ۱۳۸۶ کال د لړم په ۱۵ نېټه په مرکزي بغلان کې د یوه ځانمرګي برید په پایله کې ووژل شو.
اووه کاله په تېر حکومت او یو کال په اوسني حکومت کې حکومتي چارواکي په دغې ورځ کې راغونډېږي او ډېرې ژمنې کوي. خو د دغې پېښې د قربانیانو کورنۍ د پرلهپسې وژنو د څېړلو په اړه حکومت په نهپاملرنې تورنوي او دغه کار له حکومت څخه د خلکو د زړه سوړوالي لامل بولي.
په دې اړه مو اندونه