Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سیګر راپور د افغان سرتېرو شمېر کمښت په اړه وايي

د افغانستان بیا رغونې لپاره د امریکا څار بنسټ  سیګر په خپل نوي راپور کې ليکي چې افغان ځواکونه کابو ۱۱ سلنه کم شوي دي.

په دې راپور کې چې نن سې‎شنبې( د غويي ۱۱مه) خپور شوی دی، راغلي چې د افغان ځواکونو شمېر چې په کې ملي اردو، پولیس او هوايي ځواکونه شامل دي، د روان زیږدیز کال جنوري(۱۳۹۶ جدي) کې ۲۹۶ زره او ۴۰۰ ښودل شوي وو.

دا پور د ۱۳۹۵ لمریز کال په پرتله ۱۰ اعشاریه ۶ سلنه کمښت ښیې.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان ځواکونو رسمي شمېرې ۳۳۴ زره دي.

ځانګړي څارونکي، جان سپکو په دې راپور کې ویلي دي:« افغان ځواکونو تیارول د امریکا متحده ایالاتونو او ملګرو په لومړي توب کې دی. له دې کبله د اندېښې وړ خبره ده چې د افغان ځواکونو د کمښت شاهد ووسو.»

امریکا متحده ایالاتونو په تېرو دوو کلونو کې زرګونه سرتېري افغانستان ته راليږلي دي تر څو افغان ځواکونو ته د سلا او روزنې دنده پرمخ بوځي.

همداراز امریکايي ځوکونو ته د ترهګرو پر وړاندې د هوايي بریدونو واک هم ورکړل شوی دی.

روانې اوونۍ کې د امریکا متحده ایالاتونو دفاع وزیر د افغانستان په اړه موخې او پروګرام په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې دی غواړي افغان ځواکونه پیاوړي شي او په تاوتریخوالیو کې کمښت راشي.

رویټرز خبري آژانس په خپل راپور کې ویلي دي چې امریکايي ځواکونه له مخکې اوس ډېر د احتیاط په حال کې دي.

دا خبري آژانس د امریکا استخباراتي سرچینو له قوله ليکي، سره له دې چې امریکايي ځواکونود افغان ځواکونو ملاتړ زیات کړی دی خو بیا هم افغان ځواکونه له طالبانو د ځینو سیمو په نیولو کې پاتې راغلي دي ـ هغه سیمې چې دې وسله‎والې ډلې افغانستان کې د امریکا شتون څخه وروسته له لاسه ورکړي دي.

واشنګټن کې د خبرو اترو یوه بنسټ غړي، میخایل کوګلمن څرګنده کړې ده:«په د اسې حال کې چې افغان ځواکونه د یوې لسیزې را په دې خوا پیاوړي شوي دي، خو په اوږده لار کې د هڅو په حال کې دي، دا د امریکا د تګلارې ناکامي ده.»

سیګر په خپل راپور کې لیکلي دي چې هغه سلنه نفوس چې د افغانستان حکومت لخوا اداره کیږی او یا د هغې تر واک لاندې سیمو کې دي ۶۵ سلنې ته زیات شوی دی او دا د تېر کال همدې وخت په پرتله یو سلنه زیاتوالی ښیې.
 
سیګر وايي چې د افغانستان دولتي ځواکونو شمېر د لمریز کال په مرغومې کې ۲۹۶ زره او ۴۰۰ تنه وو، په داسې حال کې چې رسمي شمېر یې ۳۳۴ زره دی

شریک یي کړئ