Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سېلاونو له زیانمنو سره د لیدو لپاره ولسمشر غني فراه ته تللی

ولسمشرۍ ماڼۍ نن سهار (د کب په ۱۸ مه) په یوې خبرپاڼه :ې ویلي چې ولسمشر غني، د یوه لوړپي پلاوي په مشرۍ نن سهار فراه ولایت ته ولاړ.

په خبرپاڼه کې راغي چې ولسمشر غني د وروستیو سېلاونو له زیانمنو سره د لیدو او همدارنګه د امنیتي وضعیت د څېړنو لپاره فراه ولایت ته تللی دی.

ولسمشر غني په داسې حال کې فراه ولایت ته سفر کوي چې په دغه ولایت کې وروستیو سېلاونو د څو تنو ژوند واخیست او همدارنګه په سلګونه کورنۍ یې بې کوره کړل.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د چهار شنبې په ورځ کونړ ته سفر کړی و او په دغه ولایت کې یې د څو پروژو د تهداب ډبره کېښوده چې د دغه ولایت د اوسېدونکو له نیوکو سره مخ شو.

د کونړ ولایت ځینو اوسېدونکو په دغه ولایت کې د ولسمشر غني لخوا د بیاځلې لپاره د ځينو پروژو د تهداب ډبرو اېښودل ننداریز او ټاکنیزې سیالۍ په پار بولي.

هغوی وايي چې ولسمشر غني کونړ ولایت ته په خپل سفر کې د هغو څو پروژو د تهداب ډبره کېښوده چې له دې مخکې هم د دغه ولایت د سیمه‎ييزو چارواکو له خوا اېښودل شوې وه.

ولسمشر غني همدارنګه وویل له دې سره چې په تېرو کې کونړیانو ډېره قرباني ورکړې خو دغه ولایت ته ځانګړې پاملرنه نه ده شوې.

د ولسمشر ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغي چې ولسمشر غني د وروستیو سېلاونو له زیانمنو سره د لیدو او همدارنګه د امنیتي وضعیت د څېړنو لپاره فراه ولایت ته تللی دی.

شریک یي کړئ