د زمری اته ویشتمه په افغانستان کې د ازادی او د روښانه لیدلوري پر وړاندې د لومړي ګام اېښودلو په توګه یادېږي.
له شاه امان الله نه په هېوادکې د عصري دولت د بنسټ اېښودونکي په توګه یادونه کېږي. شاه امان الله د افغانستان له خپلواکۍ څخه وروسته داسې اصلاحات رامنځته کړل چې د هغې نښې نښانې ژوندی دي.
د امان الله خان په دوره کې په هېواد کې د پام وړ اصلاحات رامنځته شول، د میریتوب له منځه وړل او د لازیاتې آزادۍ په تېره بیا د ښځو حقونو ته درناوی د امان الله خان له کارونو څخه وو.
د امان الله خان په دوره کې ډېر ښوونځي پرانیستل شول او کابو سل تنه هلکان او نجونې د زده کړو لپاره له هېواد څخه بهر ته ولېږل شول.
د شاه امان الله خان د خاله لور محبوبه سراج وايي:«هغه بدلونونه چې شاه امان الله چې د دغه هېواد په لمن کې یې رامنځته کړل، تر دې کچې بنسټيز بدلونونه وو چې تر اوسه د دغو بدلونونو اغېزې وینو.»
افغانستان هغه مهال خپله آزادي واخیسته چې د سیمې ډېر هېوادونه د نړۍ د لویو قدرتونو په ښکېلاک کې و. امان الله خان له نړۍ سره د افغانستان د بهرنیو اړیکو د ښه کولو لپاره ډېرې هڅې وکړې.
د شاه امان الله د ورور لمسي حمیدالله ناصر ضیاء وویل:«د یوه بنسټ اېښودونکي،نوښتګر او دولت او دولتدارۍ په رامنځته کېدو کې،شک نهشته چې تر ننه آثاریې پاتې دي.»
د امان الله خان د واکمنۍ پرمهال د هېواد په سیاسي، اقتصادي او کلتوري برخو کې پراخ بدلونونه رامنځته شول.
افغانستان په دغه وخت کې د اساسي نظام نامې په نوم له لومړني اساسي قانون څخه برخمن شو.
د شاه امان الله خان د مالیې وزیر د خپلوانو څخه محمد امین فرهنګ په دې اړه څرګنده کړه:«په افغانستان کې یې یو ډول ثلاثه ځواک رامنځته کړ چې لویې جرګې یو ډله رامنځته کړه چې پارلمان ته کار وکړي او له دې سره په ورته وخت کې یو کس یې لومړی وزیر وټاکه.»
اماني اصلاحات د حبیب الله کلکاني د واکمنۍ پرمهال ودرول شول. د امان الله خان سلطنت که څه هم لنډه موده وه خو د افغانستان لپاره یوه روښانه دوره بلل کېږي.
امان الله خان اروپا ته له اوه میاشتني سفره وروسته د اروپا په شان د افغانستان د بدلون فکر درلود. همدا مسله هم د دې لامل شوه چې ډېر کسان د نوموړي په وړاندې ودرېږي او د سلطنت پرخلاف یې ستونزې راولاړې کړي.
د اړوند رپوټ د لیدو لپاره دا ځای کېکاږئ: