Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د شمالي ولایتونو پر امنیتي وضیعت د جنرال دوستم نیوکه

د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم ګواښ کوي که‎چېرې د شمال د خلکو په ځانګړې تګه جوزجان امنیتي ستونزو ته پاملرنه ونه شي، د خلکو له همکارۍ سره به په دې اړه په خپله پرېکړه وکړي.

ښاغلی جنرال دوستم وايي چې مخکې طالبانو په میمنه، جوزجان او بلخ کې نه وو، خو نن د ټولو ولسوالیو لارې د دوی له خوا تړلې دي.

د ولسمشر لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم څرګنده کړه:«زه خپلې دا خبرې د ولسمشر غوږ ته رسوم، که‎چېرې ولسمشر غوږ کېنښود، دلته په خپله موږ او تاسې پرېکړو کوو.»

جنرال دویم د هېواد په شمال کې د ناامنیو پر زیاتوالي له نیوکې سره وايي چې د ۲۰۹ شاهین قول اردو قومندان په مزارشریف کې بې وسه دی او د هغه د ناتوانۍ له امله په جګړو کې ځوان افسران او سرتېري وژل کېږي.

خو د ۲۰۹ شاهین قول اردو قوماندان د ښاغلي دوستم د څرګندونو په غبرګون کې وايي د هغه هڅې د دې لامل شوې چې په شمال کې د ترهګرو د بریدونو مخه ونیول شي او د ولسوالیو د پرلپسې پرځېدو بهیر ودرول شي.

د ولسمشر لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم وویل:«تېره ورځ د عامه نظم یوه سرتېري (د مینجګي سیمې څخه) راته زنګ وواهه وايي اته یا نهه میاشتې کېږي چې موږ ۳۵ تنه دلته پاتې یوو. هغه سرتېری هم خپل مور او پلار لري، کور لري، ځينې یې ماشومان هم لري، نهه میاشتې هلته په کلابندۍ کې دی او لاره یې تړلې ده.»

اخوا د مشرانو جرګې غړي د سې‎شنبې ورځې په غونډه کې د روژې په میاشت کې هېواد کې د ناامنیو د زیاتوالي په هکله د اندېښنې په څرګندولو طالبان د افغانانو دښمنان او په هېواد کې د سولې د ټينګښت مخالف بولي.

د مشرانو جرګې غړي د هېواد وضعیت د اندېښنې وړ بولي.

د مشرانو جرګې رییس عبدالهادي مسلم یار وویل:«زه د سناټورانو له وړاندیز سره موافق یم، که‎چېرې تاسې هم موافق یاست په روانې اوونۍ کې د امنیتي برخې درې واړه مسوولان راوبولو او له هغوی څخه د تګلارو او د هېواد دوضعیت په اړه وپوښتو.»

سناټور محمد علم اېزدیار هم وايي:«موږ هیله لرو چې ولسمشر په خپله پرېکړه کې ۱۷۶ بندیان یې ازاد وي، بیا غور وکړي. دا په دې مانا دی چې موږ ۱۷۶ نور ځانمرګي ازاد وو، او هغوی راځي د افغانستان وګړي وژني.»

که څه هم حکومت او د سولې عالي شورا له طالبانو غوښتي چې د روژې په مبارکه میاشت کې یوه میاشتنی اوربند اعلان کړي خو طالبانو د حکومت دا غوښتنه نه ده منلې.

د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم په شبرغان کې د خلکو په ټول کې د وینا پرمهال د هېواد په شمال کې پر ناامنیو نیوکې کړې دي.

شریک یي کړئ