Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د شهید اوونۍ په مناسبت امنیتي ځواکونو ته د وینې د ورکړې کمپاین

د شهید د اوونۍ او د احمد شاه مسعود د تلین د رارسېدو په درشل کې، د حکومت اجرايي رییس له ځينو نورو سیاستوالو او هېوادوالو سره د همدغې ورځې په مناسبت د امنیتي ځواکونو ټپیانو ته وینه ورکړه.

سبا د وږي ۱۸ مه د شهید اوونۍ له پیل او د هېواد د ملي اتل احمد شاه مسعود له ۱۷ تلین سره سمون لري.

د هېواد امنیتي ځواکونو ته د وینې د ورکړې په مراسمو کې اجرايي رییس عبدالله عبدالله وویل:«تر ټولو کوچنی کار چې د هغوی لپاره (امنیتي ځواکونو) کېدای شي د وینې ورکړه ده ځکه چې د تلفاتو او ټپيانو شمېر زیات دی.»

له دې سره جوخت د احمد شاه مسعود زوی احمد مسعود، په داسې حال کې چې د ځوانانو او سیاستوالو له خوا د دې ورځې له لمانځلې ستاینه کوي، له خوانانو غواړي داسې کار دې ونه کړي چې د خلکو د ځور لامل دې شي.

هغه زیاته کړه:«ډېری ځوانان د پاک احساس لرونکي دي؛ هغه ځوانان چې د رحمت په کاروان پسې دي، خو هر وخت تاسې په کومه څنډه کې د وحشت کاروان ولید دوی نه زموږ دي او نه هم زموږ له ادرسه او نه هم د ملي اتل تر نظر لاندې دي په هېڅ ډول په موږ پورې تړاو نه لري.»

د ولسمشر پخوانی مرستیال محمد یونس قانوني هم حرګنده کړه:«نن د افغانستان خلک په ځانګړې توګه د افغانستان وسله‎وال ځواک چې په واقعیت کې د هېواد او د افغانستان د خلکو د دفاع په کرښه کې د ملي اتل د لارې دوام ورکوونکي دي د دې مستحقه دي چې وینه ورکړل شي او ترې ملاتړ وشي.»

بسم الله محمدي هم په دې اړه وویل:«له دې وروسته، موږ د همدې اوونۍ په مناسبت کوچیني او لویان غونډ شوي وو او وینه ورکوو.»

د مل اتل  دوستان له ځوانانو غواړي، په سړکونو د ګرځېدو، هوايي ډزو او خلکو ته د مزاحمتونو پر ځای دې ټپي شویو دولتي ځواکونو او زیانمنو هېوادوالو ته وینه ډالۍ او ملاتړ وکړي.

د احمد شاه مسعود زوی وايي، د پلار هیلې یې د هېواد ټیکاو او د امنیت ټینګښت وې، چې نه دي پوره شوي او په وینا یې ملاتړو یې ونشوای کړای څو د هغه موخو ته ورسېږي.

شریک یي کړئ