طلوع نیوز ته سرچینې وايي چې هلمند کې د شوراب پر پوځي اډې برید، نن شنبې (د کب ۱۱مه) له غرمې وروسته څلورو په شاوخوان کې او کابو له ۳۶ ساعتونو وروسته پای ته ورسېد.
د طالب ډلې بریدګرو، د جمعې په ورځ د سهار په دوه بجو د شوراب پر پوځي اډې برد وکړ. په دغې پوځي اډه کې د میوند ۲۱۵ قول اردو هم موقعیت لري.
سرچینې وايي چې په دغه برید کې ۵۰ امنیتي ځواکونه وژل شوي او ۴۰ تنه نور ټپيان دي.
د جمعې پر ماښام، ملي دفاع وزارت اعلان وکړ چې نښته له ۱۶ ساعتونو وروسته پای ته ورسېده او ۲۰ بریدګر هم ووژل شول.
دغه وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې په دغې نښته ۱۶ ساعتیزه جګړه کې د امنیتي ځواکونو ۳۳ تنه وژل شوي او ۱۶ تنه نور یې ټپیان دي.