Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

طالبان او امریکايي استازي به قطر کې سره وویني

اټکل کېږي چې سبا چهارشنبې(د مرغومې په ۱۹مه نېټه) قطر کې د افغان حکومت له ګډون پرته د طالبانو او امریکايي استازو ترمنځ د سولې خبرو اترو په موخه ناسته جوړه شي.

رویټرز خبري آژانس د طالب مشرانو له قوله لیکلي دي چې د سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره به د سولې خبرو په موخه دوه ورځنۍ ناسته ولري. دې سرچینې څرګنده کړې چې په دې ناسته کې به د افغان حکومت استازي نه وي.

په داسې حال کې چې طالبانو تل د سولې خبرو اترو کې له افغان چارواکو سره د مخامخ خبرو په اړه د سیمې ځواکونو غوښتنې رد کړې دي، دا ډله تېرې ۱۷ کلنې جګړه کې امریکا خپله دښمنه او د کابل حکومت لاسپوڅی بولي.

ټاکل شوې وه دا خبرې اترې په سعودي عربستان کې ترسره شي، دا چې سعودي په دغو خبرو کې د افغان حکومت د استازو پر ګډون ټینګار کاوه، دا ناسته په دغه هېواد کې لغو شوه.

د طالبانو دغه استازي چې د خپل نوم نه ښودلو په شرط، رویترز ته ویلي دي:«موږ به د چهارشنبې په ورځ د امریکا متحده ایالاتو له استازو سره وګورو او دا ناسته به دوه ورځې دوام وکړي.»

په همدې حال کې ایراني او پاکستاني چارواکو هم ویلي دي چې له افغان استازو سره د طالبانو د مخامخ خبرو په پار هڅې کوي.

د طالبانو یوه بل چارواکي هم د قطر ناسته تایید کړې ده، خو ویلي یې دي چې بل هېواد به په کې ګډون ونه کړي.

د تېر ډسمبر میاشت کې د سعودي عربستان، پاکستان او اماراتو  استازو  په خبرو په لومړي دور ناسته کې ګډون کړی وو.

په افغانستان کې مېشت یوه طالب مشر ویلي دي:«دا ځل غواړو چې له امریکايي چارواکو سره خبرې وکړو او د امریکايي سرتېرو د وتو، د بندیانو د تبادلې او د طالبانو پر مشرانو د بندیزونو پر لیري کولو خبرو وکړو.»

د افغانستان جګړه په بهر کې د امریکا تر ټولو اوږدمهال پوځي مداخله ده. دې جګړې کې تر اوسه د امریکا یو تریلیون ډالره لګول شوي او لسګونه زره کسان وژل شوي دي.

امریکې د ۲۰۰۱ کال د سپټمپر ۱۱ برید وروسته افغانستان ته څه باندې ۱۰۰ زره سرتېري  راولېږل، خو په ۲۰۱۴ کال کې یې ډېر سرتېري ویستل، لا هم امریکا په افغانستان کې ۱۴ زره سرتېري لري.

د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي او د طالب مشرانو ترمنځ به سبا ناسته ترسره شي

شریک یي کړئ