Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د طالبانو او امریکې پنځم پړاو خبرې؛ حکومت د اوربند په هیله دی

ټاکل شوې چې سبا (دوشنبې د کب ۶ مه) د طالب او امریکايي استازو پنځم پړاو خبرې د قطر په پلازمېنه دوحه ښار کې وشي.

په دغې ناسته کې، په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د حضور څرنګوالي او همدارنګه دا چې افغانستان د نورو هېوادونو په وړاندې ګواښ نه وي پرېکړه به وشي.

دا غونډه چې د افغان سولې بهیر د پرمختګونو لپاره یوه برخلیک ټاکوونکې هغه ګڼل کېږي، افغان حکومت هیله‎من دی چې دواړه لوري به د اوربند په اړه سره هوکړې ته ورسېږي.

د سولې عالي شورا ویاند سید احسان طاهري په دې اړه وویل:«هغه څه چې نه دي توانېدلي په تېرو ناستو کې پایلې ته ورسېږي، اوربند او له افغان حکومت سره د طالبانو د مذاکراتو پیل وو چې هغه وخت یې ویلي وو واک نه‎لري، خو دا ځل یې چې ویلي، هیله لرو له واک سره راشي چې خلک په تمه دي.»

د امریکې او طالب استازو پنځمه غونډه به هم د څلورمې هغې په څېر د حکومت له حضور پرته ترسره شي. طالبانو له افغان حکومت سره خبرې اترې رد کړې دي.

خو ولسمشر غني ډاډ ورکوي چې نږدې راتلونکې کې به په هېواد کې سوله ټينګه شي:«سوله راتلوونکې ده، او زه تاسو ته ډاډ درکوم، هغه وخت چې دوه کاله مخکې مو ویل چې سوله راتلونکې ده، خلکو خندل.»

له دې سره جوخت کابل کې د ایران سفیر وايي چې په افغانستان کې سوله د ټولو سیمه‎ییزو هېوادونو په ګټه ده. که‎چېرې په افغانستان کې جګړه دوام پیدا کړي، دا هېوادونه هم زیان ویني.

کابل کې د ایران سفیر محمد رضا بهرامي په ډاګه کړه:«له دولت سره د مخالفو ډلو یوځای کېدل، هم د افغانستان او هم د سیمې لپاره د ثبات او ښه راتلوونکي زمینه برابروي.»

د ایران د سفیر دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې دوه ورځې مخکې د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش وویل چې د سیمې ځینې هېوادونه، په دې هڅه کې دي چې د سولې تر نامه لاندې خپله نیابتي جګړه پر افغانستان تحمیل کړي. ښاغلي دانش د کوم ځانګړي هېواد نوم یاد نه کړ.

خو له هغې وروسته ولسمشر په څرګنده وویل چې د افغانستان د ولسمشر د ټاکلو حق یوازې افغانان لري نه تهران، اسلام اباد او مسکو. د ښاغلي غني اشاره د ځينو افغان سیاستوالو هڅو ته وه چې د هغه په وینا چې د بهرنیو هېوادونو په مرسته د لنډمهاله حکومت د جوړېدو طرحه مطرح کوي.

اخوا ښځې هم په کابل کې د یوې غونډې په جوړولو سره د سولې په خبرو کې د ښخو د مانا داره رول غوښتونکي دي.

د ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي وايي:«هغه ډلې چې له یو بل سره ستونزې لري، د طالبانو او ښځو تفکر دی چې سره کېښني او خبرې اترې وکړي.»

د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فرخنده زهرا نادري هم څرګندوي:«باعزته سوله نه شي کولای چې یوازې زما عزت تامین کړي، زا د ځواک عزت دې را په ځای کړي، زما د ګټلو عزت دې را په ځای کړي، تلپاتې او عزت لرونکې سوله هغه ده چې بېلابېل قومونه وکړای شي خپل عزت او پت په سوله کې وویني.»

له دې مخکې هم، د بېلابېلو غونډو له جوړولو سره د سولې په ناستو کې د ښځو د نه حضور په اړه اندېښنه ښودلې وه. ښځې ټینګار کوي چې د هغوی لاسته راوړنې باید د سولې قرباني نه شي.

د امریکې او طالب استازو پنځمه غونډه به هم د څلورمې هغې په څېر د حکومت له حضور پرته ترسره شي. له دې مخکې طالبانو له افغان حکومت سره خبرې رد کړې وې.

شریک یي کړئ