Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د طالبانو د مرکچي پلاوي مشر څوک دی؟

د طالبانو مشر په دې وروستیو کې د دغې ډلې قاضي القضات عبدالحکیم د طالب ډلې د مرکچي پلاوي د مشر په توګه ګومارلی دی او د دغه پلاوي پخوانی رییس عباس ستانکزی د مولوي عبدالحکیم د مرستیال په توګه ټاکل شوی دی.

طالبانو ته نږدې شرچینې وايي چې د دغې ډلې تر ټولو مهمې فتواګانې د مولوي عبدالحکیم له خوا صادرې شوې دي او د طالبانو دغه چارواکی له بشپړ واک سره د خبرو اترو مېز ته به د افغان مرکچي پلاوي په وړاندې چنې ووهي.

مولوي عبدالحکیم حقاني چې د طالبانو ډېریو لوړپوړو چارواکو لپاره د استاد ځای یګی لري، په طالبانو کې د سرچینو پر باور د طالبانو پخواني مشر ملامنصور ته یو له نږدې کسانو و چې د منصور له وژل کېدو وروسته حتا احتمال درلود چې هغه د طالبانو د مشر په توګه وګومارل شي.
          
پاکستانی خبریال رحیم الله یوسفزی په دې اړه وايي:«فکر کوم چې دا د امریکا یوه دایمي غوښتنه وه چې د طالبانو مرکچي پلاوی باید صلاحیت لرونکی وي او امریکا تل نیوکه کوله چې په دوحه کې د طالبانو سیاسي پلاوی بشپړ صلاحیت نه لري او په هره مسله کې باید له خپلو مشرانو لارښوونې تر لاسه کړي چې دا کار د دې بهیر د اوږدېدو لامل کېده؛ خو اوس مهال د دغه پلاوي د غړو په ۶۵ سلنه بدلون سره، د دغه پلاوي غړي د طالبانو د مشرتابه شورا غړي هم دي.»
              
پخوانی طالب قومندان سیداکبر آغا هم وویل:«قاضي عبدالحکیم یو ښه ملا دی او له ما سره یې یوځای په حقانیه مدرسه کې دوه کاله درس لوستی او ډېری طالبان د هغه شاګردان دي.»

تېره ورځ ماښام طالبانو اعلان وکړ چې د دغې ډلې ۲۱ کسیزه مرکچي پلاوی چمتو دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي چې د دغې ډلې د پلاوي له وروستي کېدو سره هم مهاله محمد نعیم وردګ د دغه پلاوي د ویاند په توګه ټاکلی دی.

خو مولوي عبدالحکیم چې د دغه پلاوي مشر دی، اسحاق زی دی او د کندهار د پنجوایي ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی دی؛ هغه پر دې سربېره چې طالبانو ته د استاد مقام لري؛ د دې ډلې یو پیاوړی مشر دی چې ویل کېږي د دې ډلې له پخواني مشر ملا اخترمحمد منصور سره یې نژدې اړېکې لرلې. 
               
سیاسي فعال ولي الله شاهین په دې اړه وايي:«هغه څوک چې د طالبانو په منځ کې له مذهبي پلوه تر ټولو لوړه مرجع ده او د پلاوي په مشري راغلی په دې معنا ده چې طالبان به ډېریو موردونو ته اړتیا ولري چې بیا کېني او مشوره وکړي.»
 
د طالبانو د پلاوي په مشرتابه کې دا بدلونونه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې د بین الافغاني خبرو د پېلېدو لپاره تابیاوې د بشپړېدو په حال کې دي.
 
په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی سټيفانو پونټيکورو څرګندوي:«د تاوتریخوالي کموالی باید په دغو خبرو کې یو له لومړیتوبونو وي؛ ځکه چې خلک د دغه بهیر او د هغه د پایلو په تړاو ډاډ من شي.»
              
د اقتصاد وزیر مصطفی مستور هم وايي:«په لومړي سر به کې د خبرو اترو د دوام لپاره پر یوه چوکاټ خبرې وشي. فکر نه کوم چې په دې پړاو خبرو کې د دواړو لوریو پر سرو کرښو بحث وشي، خو اوربند به د بحث وړ یو مورد وي.»

خو له افغانسانه د امریکایي ځواکونو د وتلو څرنګوالی لا هم د ځينو امریکایي سیاستوالو لپار ناحل شوې مسله ده.
          
د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی ریچارډ اولسن وویل:«اصلي پوښتنه دا ده چې آیا امریکا به افغانستان کې ښکېله پاتې شي او که نه؟ دا خطرناکه ده لکه چې د نوي یمې لسیزې په توګه په افغانستان کې حضور نه درلود او دا به یوه واقعي تېروتنه وي.»

خو طالبانو ته نژدې سرچېنې په دې باور دي له هغو بدلونونو سره چې د دې ډلې د مرکچي پلاوي په مشرتابه کې رامنځته شوي دي، د دغه پلاوي غړي به له استثنایي موردونو پرته اړتیا ونه لري چې د خپل مشرتابه د سلا مشورو په تمه پاتې شي - هغه کار  چې د خبرو اترو د ډېر وخت نیولو مخه به ونیسي.

شریک یي کړئ