Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د طالبانو د کندهار – ارزګان له لویې لارې ۱۹ مسافر تښتولي

د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق نن چهارشنبې د دې پخلی کوي چې طالبانو تېره ورځ د کندهار – ارزګان له لویې لارې د امنیتي ځواکونو د څو سرتېرو په ګډون ۱۹ مسافر له موټر کوز او له ځان سره بیولي دی.

ښاغلی رازق زیاته کړه چې دغه مسافر له ارزګان څخه کندهار ته تلل چې د ارزګان ولایت د چوره ولسوالۍ په اړونده سیمه کې د طالبانو له خوا برمته شوي دي.

هغه زیاتوي چې د ولسي وګړو د خلاصون لپاره هڅې روانې دي.

له بلخوا د کندهار په امنیه قومندانۍ کې یوه سرچینه وايي چې طالبانو لومړی د ملي پوځ په جامو کې د پولیسو پر یوې پوستې برید وکړ او پنځه تنه پولیس یې ووژل او څلور تنه نور یې ټپيان کړل او وروسته د مسافرو د موټرو پر تلاشۍ یې پيل وکړ.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د کندهار ځايي چارواکي د دې پخلی کوي چې طالبانو له پولیسو سره له یوې نښتې وروسته د امنیتي سرتېرو په ګډون ۱۹ مسافر یې برمته کړي دي.

شریک یي کړئ