Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د طالبانو د ۱۴ غړي نومونه د ملګرو ملتونو له تور نوملړه ویستل شول

له طالبانو سره د افغان حکومت او سیاستوالو ترمنځ د قطر غونډې د ترسراوي په درشل کې، سرچینې وايي چې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د ۱۴ غړو نومونه د ملګرو متلونو سازمان له تور نوملړ څخه ویستل شول.

د دغو سرچینو په وینا، د طالبانو د سیاسي مرستیال ملاعبدالغني برادر نوم هم له دغه نوملړه ایستل شوی دی.

انس حقاني، شیر محمد عباس ستانکزی، امیرخان متقي، قاري دین محمد، زاهدالله احمدزی، ضیاء الرحمن مدني د طالبانو هغه غړي دي، چې نومونه یې له دغه نوملړه ایستل شوي دي.

ویل کېږي چې د دغو طالب غړو نومونه د لنډې موې (نهو میاشتو) لپاره له دغه نوملړه ایستل شوي دي، څو د سولې بهیر لپاره زمینه برابره کړي.

د ملګرو ملتونو سازمان او افغان حکومت تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو سرچینې وايي چې دغه کار د سولې له بهیر سره د مرستې لپاره شوی دی.

د سیاسي چارو شنوونکی نظر محمد مطمین په دې اړه وویل:«په لومړنیو غونډو کې هم دا موضوع مطرحه شوې وه، خو امریکایانو تل پلمه کوله چې د دغه کار لپاره د افغان حکومت رضایت اړین دی، خو دا ځل روښانه ده چې امریکایانو له ۱۶ ورځنیو غونډو وروسته او یوې هوکړې ته د رسېدو لپاره دا کار کړی دی.»

د سولې د ولسي کاروان مشر اقبال خییر هم په دې اړه څرګندوي:«دا نه یوازې دا چې د سولې په خبرو کې سهولت رامنځته کوي، بلکې د سولې بهیر او همدارنګه د دواړو لورو د باورمندۍ لپاره زمینه برابروي، په ورته وخت کې ټاکل شوې ده چې د دوحې له ناستې وروسته په سیمه‎يیزه کچه نورې غونډې هم ترسره شي.»

له دې جوخت، ټاکل شوې ده چې د شنبې په ورځ (د وري په ۲۴ مه) د مصالحې شورا مشرتابه غړي وايي چې د کمېټو غړي تراوسه د مرکچي پلاوي د ګومارنې پر سر اختلاف لري:«د پرون تر مازدیګره چې ما مالومات درلود، پر هغه جدول سره هوکړې ته نه وو رسېدلي؛ ښه دا وه چې هڅهه یې کړې وای د دولت غړي ډېر وای او دغو سیاستوالو قناعت نه درولود.»

ټاکل شوې ده چې تر راتلوونکې یوې اوونۍ په دوحه کې د افغانانو ترمنځ غونډه جوړه شي. له دې سره په ورته وخت کې، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم د افغان سولې د خبرو اترو د چټکتیا او سیمه‎ییزې اجماع لپاره ازبکستان ته تللی دی.

شریک یي کړئ