Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي پر زیاتوالي د ارګ نیوکه

ولسمشرۍ ماڼۍ  هغه څه چې د طالبانو لخوا د تاوتریخوالیو زیاتوالی بولي، پرې نیوکې کوي.

د ولسمشر ویاند، صدیق صدیقي پر ټویټر پاڼې لیکلي چې وروستیو ورځو کې د طالبانو لخوا ښارونو کې بریدونه او د تاوتریخوالي زیاتوالی د سولې لپاره د خلکو او نړیوالې ټولنې هیلې زیانمنوي.

هغه زیاته کړې:« په دې وروستیو کې د طالبانو لخوا ښارونو، پر افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو بریدونه، د طالبانو د سرک غاړې ماینونه چې قربانیان یې خلک دي او د دولتي کارکوونکو په نښه کول د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو پیل او هېواد کې دوامداره سولې ته د رسېدو لپاره خلک او نړیواله ټولنې هیلې زیانمنوي.»

ښاغلي صدیقي له طالبانو غوښتنه کړې چې له تاوتریخوالي لاس واخلي او په ريښتیني توګه د سولې بهیر سره یوځای شي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو پیل لپاره د بندیانو پر خوشې کولو ناندرې راپورته دي. او ولسمشرۍ ماڼۍ وايي د هېواد عدلي او قضايي بنسټونه د څه باندې ۵۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو په اړه ملاحظې لري او شونې ده چې دغه بندیان ازاد نه شي.

د ولسمشر ویاند د صدیق صدیقي په دې اړه ویلي وو چې تراوسه د طالب بندیانو د ازادولو نوی نوملړ له افغان حکومت سره شریک شوی نه دی.

له دې مخکې سرچینو طلوع نیوز ته ویلي وو چې طالبانو یو نوی نوملړ افغان حکومت ته سپاری چې د څه باندې ۵۰۰ بندیانو پرځای چې د جنايي جرمونو د ترسراوي په تړاو بندیان دي، د دغې ډلې نور کسان ازاد شي.

د افغان حکومت له زندانونو د څه باندې پنځه سوه طالب بندیانو د خوشي کېدو په تړاو اختلافونه د افغانانو تر منځ د خبرو د پیلېدو پر وړاندې یوه له اصلي خنډونو بلل کېږي.

د ولسمشر ویاند وایي چې طالبانو تر اوسه د دغو بندیانو پر ځای د نورو هغو نوملړ نه دی ورلېږلی.

له دې ټولو سربېره حکومت وایي چې داسې پلمه به طالبانو ته په لاس ورنه کړي چې د سولې د خبرو پر وړاندې خنډ شي.

شریک یي کړئ