Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د طالبانو له خو د پکتیا د جاني خېلو ولسوالۍ پرځېدل

د پکیتا د والي مرستیال عبدالولي سهي د شنبې په ورځ ویلي دي چې د دغه ولایت د جاني خېلو ولسوالۍ تېره شپه د طالبانو لاسته ورغله.

د سهي په وینا دغه ولسوالۍ د پاکستان د استخباراتي سازمان په مرسته پرځېدلې ده.

هغه ویلي دي چې د جګړې په ډګر کې د پاکستاني بلواګرو مړي لیدل کېږي.

ښاغلی سهي په دغې ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو د نه ترسره کولو له امله پر حکومت سخته نیوکه کوي.

له دې وړاندې د جاني خېلو ولسوال عبدالرحمان سوله‎مل ټينګار کړی وه چې د دغې ولسوالۍ اداره چې کابو د یو زره او ۲۰۰ مخالفو وسله‎والو له برید څخه وروسته د طالبانو لاسته ورغلې ده.

د جاني خېلو ولسوال وايي چې د مرستندویه ځواکونو او د ډېرو تجهیزانو نه رسېدو له امله،مخالفو وسله‎والو د جاني خېلو اداره یې تر لاسه کړه او د دواړو خواوو د جکړې په پایله کې ۳۰ امنیتي ځواکونه ووژل شول.

سوله‎مل ویلي دي چې د دغې ولسوالۍ له پرځېدو څخه وروسته طالبانو د ولسوالۍ ودانۍ او د هغو کسانو کورنه چې له دولت سره یې کار کاوه او د ولسي ځواکونو کورونو ته یې اور ورته کړی دی.

ویل کېږي چې د دغې ولسوالۍ ډېری اوسېدونکي تښتېدلي دي.

ښاغلی سوله‎مل هم د دغې ولسوالۍ په جګړه کې د پاکستاني بلواګرو حضور تأییدوي.

په همدې حال کې سوله‎مل ویلي چې دولت تراوسه د ټپيانو د لېږد لپاره هېڅ اقدام نه دی کړی.

تراوسه د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه کره مالومات په واک کې نه شته.

د جاني خېلو ولسوالۍ له څو اوونیو راهیسې څو ځله د مخالفو وسله‎والو په کلابندۍ کې وه.

د پکیتا د والي مرستیال عبدالولي سهي د شنبې په ورځ ویلي دي چې د دغه ولایت د جاني خېلو ولسوالۍ تېره

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه