Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د طالبانو ناراضي خوا ملا رسول د خپل مشر په توګه وټاکه

د طالبانو یوه ناراضي خوا چې دغې ډلې د مرحوم ملا محمد عمر له مړینې څخه وروسته،ملامحمد اختر منصور یې د ښاغلي عمر د ځای ناستي په توګه قبول کړ په یوه نوي اقدام کې ملا رسول چې د هغوی په وینا د ملاعمر یو له نږدې او مهمو کسانو څخه وه د مشر په توګه ټاکلی دی.

د طالبانو دغې ناراضي ډله نن دوشنبې اعلان وکړ چې ملا محمد رسول آخوند له دې وروسته چې د اختر منصور بیعت یې رد کړ،د هغوی نوی مشر دی،هغه خوځښت چې کولای شي په افغانستان کې د ترهګرو جاري بهیر په جدي توګه متأثر کړي.

افغان طالبانو د ښاغلي رسول د مشر د ګمارلو په تړاو تراوسه غبرګون نه دی ښودلی،هغه څيز چې کولای شي د دغې ډلې د پاشلو لپاره لومړنۍ ګام وي.

د طالبانو ترمنځ د ډلبندۍ په اړه ګمانونه هغه مهال زیات شول چې د روان زیږد یز کال د جولای په میاشت کې د ملا عمر د مړینې رسمي اعلان وشو.هغه مرموزه مړینه چې د ۲ کلونو لپاره پټه وه او حتا د دغې ډلې کلیدي غړي له دغې موضوع څخه خبر نه درلود.

په همدې حال کې د امریکا د ای بي سي شبکې د طالبانو د یوه لوړپوړي چارواکي په روایت ویلي دي چې د بیا بیا هڅو سره سره ښاغلی منصور حاضر نه‎شو ترڅو له خپل مقام څخه ګوښه شي او دا کار د طالبانو د وېشنې لامل شو.

د طالبانو دغه لوړپوړي چارواکي ویلي دي: "موږ ډېره هڅه وکړه ترڅو د طالبان له وېشنې څخه وساتو،خو له دې وروسته چې منصورحاضر نه شو له چې ګوښه شي،موږ په پای کې خپله لاره بېله کړه او خپل امیر مو وټاکه".

د طالبانو دغې سرچینې چې نه غواړي نوم یې په ډاګه شي وویل: "ملا رسول آخوند اوس زموږ نوی امیر دی.له دې وروسته به هغه زموږ د مجاهدینو مشري وکړي ترڅو د امریکا په مشرۍ د بهرنیو ځواکونو او افغان امنیتي ځواکونو په وړاندې خپلې جګړې ته دوام ورکړي".

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت تراوسه په دې اړه له نظر څرګندونې څخه ډډه کړې ده.

دغه سرچینه همدارنګه زیاتوي چې رسول آخوند ۵۰ کلن دی او د کندهار ولایت دی، هغه ځای چې د طالبانو پخوانۍ مشر هم په هغه ځای کې زېږېدلی دی.

د طالبانو یوې بلې سرچینې ان بي سي ته ویلي دي چې د هغوی نوی مشر د ملاعمر یو د اعتماد وړ کسانو څخه وه.

دغې سرچینې وویل: "هغه د ۱۰ کلونو لپاره له ملاعمر سره یوځای وه او حتی د طالبانو له پرځېدو څخه وروسته هغه له ملاعمر سره نږدې اړیکې لرلې دي".

باید ووایوو چې ملا رسول آخوند د طالبانو د رژیم له پرځېدو څخه وروسته په ۲۰۰۱ زیږدیز کال کې څو ځله د نیمروز او زابل په ولایتونو کې د طالبانو د نومول شوي والي په توګه دنده ترسره کړې ده.

د طالبانو یوه ناراضي خوا چې دغې ډلې د مرحوم ملا محمد عمر له مړینې څخه وروسته،ملامحمد اختر منصور یې

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه