د هلمند ولایت د شوراب پر پوځي اډې د طالبانو له برید دوه ورځې وروسته، ملي دفاع وزارت لاهم د دغې پېښې د څرنګوالي جزییات نه ډاګیز کوي.
د طالب جنګیالیو، د جمعې په ورځ (د کب په ۱۰) د سهار په دوه نیمو بجو پر دغې پوځي اډې چې د میوند ۲۱۵ قول اردو هم په کې موقعیت لري، برید وکړ. د بریدګرو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته، د شنبې ورځې تر څلورو بجو (د کب ۱۱مه) دوام درلود.
سرچینې وايي چې په دغه برید کې ۵۰ افسران او سرتېري وژل شوي، خو ملي دفاع وزارت ویلي چې په دغې پېښه کې ۲۳ پوځيان وژل شوي دي.
طالبان وايي چې ۹ تنه وسلهوال یې په دغه برید کې دخیل وو او د افغان ځواکونو پر دغې پوځي اډې یې له درې لورو برید وکړ او ځانونه یې د دې د ۲۱۵ میوند قول اردو ګارنیزیون ته ورسول.
عبدالمنان چې په ۲۱۵ قول اردو کې نږدې درې کاله کېږي، دنده لري، دې پوځي مرکز ته له همغږۍ پرته ننوتل ناممکن بولي.
سرتېری عبدالمنان زیاتوي:«دننه قول اردو ته، زه نه شم کولای ننوځم، ته نه شې کولای ننوځې؛ هغه کسان چې له ځان سره وسله لري څه ډول کولای شي ننوځي؟ ما څو کاله هلته کار کړی، زه په څو کلونو کې هلته په سمه توګه بلد نه شوم.»
په داسې حال کې چې د یوې قول اردو د ساتنې لپاره لږ تر لږه اووه استخباراتي او عملیاتي ډلې ماموریت مخته وړي، مګر پوځي شنوونکي وايي، دا ډول بریدونه د استخباراتي او کشفي ارګانونو د بې پروايۍ او غفلت پایله ده.
مخکنی پوځي چارواکی میرزامحمد یارمند څرګندوي:«هغه ډول چې دا برید ترسره شوی، له دې پرته چې چا دوی دننه کړي وي، د بل څه وړاندوینه نه شو کولای.»
۲۱۵ میوند قول اردو او د شوراب پوځي اډه ډېر پېچلی جوړښت لري، خو دې مرکز ته په دومره اسانۍ د وسلهوالو ننوتلو پوښتنې را پورته کړي دي.
پخوانی پوځي چارواکی ګلحی خان وايي:«له دې برید مخکې زموږ استخباراتو او کشف باید راپور درلود او له هغه سره د مقابلې لپاره باید چمتووالی درلود.»