Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د طالبانو پخوانی قومندان: جګړه د حل لار نه ده

د طالبانو یو پخوانی قومندان مولوي منظور حسیني وايي چې جګړه د حل لار نه ده او سولې ته د رسېدو یوازینۍ لار د خپله افغانانو خبرې اترې دي.

د طالبانو دغه پخوانی قومندان د خپل عمر ۲۴ کلونه یې د افغان امنیتي ځواکونو په وړاندې د طالبانو په لیکه کې جنګېدلی دی. او له څلورو کلونو راهیسې له جګړې لاس اخیستی او له دولتي ځواکونو سره یوځای شوی دی.

مولوي منظور حسیني اوس په کندهار کې سیاسي فعالیتونه پیل کړي دي:«اوس څوک د سولې بهیر مشري کوي؟ د سولې بهیر اوس د افغانانو په لاس کې نه دی. جاسوسان د سولې بهیر مخ ته بیايي. که چېرې د سولې بهیر د هغو کسانو له خوا رهبري شي چې واقعاً له هېواد سره مینه لري، دا به له حکومت او طالبانو سره مرسته وکړي او هوکړې ته به ورسېږي.»

هغه زیاته کړه:«په افغانستان کې جګړه او تاوتریخوالی دی او موږ باید دغه وینه تویونه پای ته ورسوو او یوه سوله لیزه لار غوره کړو.» 

ورته مهال د کندهار امنیه قومندان جنرال تادین خان وايي د هغو طالبانو لپاره چې له جګړې لاس واخلي، د سوله ییز ژوند لپاره به ورته زمینه برابره کړي:«د طالبانو ۷۰ تنه قومندانان اوس زموږ ملګري دي او له موږ سره همکاري کوي؛ دوی له څلورو کلونو راهیسې کندهار ته راغلي دي.»

د کندهار امنیه قومندان وايي چې اوس طالبانو ته ډېره موکه ورکړل شوې چې له جګړې لاس واخلي او د سولې له بهیر سره یوځای شي. هغه له طالبانو غواړي چې دغه موکه له لاسه ورنه کړي.

د کندهار امنیه قومندان وايي چې اوس طالبانو ته ډېره موکه ورکړل شوې چې له جګړې لاس واخلي او د سولې له بهیر سره یوځای شي.

شریک یي کړئ