Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د طالبانو پرضد د ننګرهار دور بابا ولسوالۍ د اوسېدونکو پاڅون

د ننګرهار دور بابا سرحدي ولسوالۍ اوسېدونکو د طالبانو پر ضد پاڅون کړی او وسله یې پورته کړې ده.

د دور بابا ولسوالۍ د کوړوکو سیمې اوسېدونکي وايي له هغه وروسته یې د طالبانو خلاف وسله پورته کړه چې طالبانو ورته وویل د دوی ځوانان دې د امنیتي ځواکونو له لیکو راووځي. دوی وایي طالبانو د سیمې ملایانو ته دا ګواښ هم کړی چې د سرتېرو جنازې دې نه کوي. دوی د طالبانو له لورې د عشر غوښتلو هم پارولي دي.  

۳۲ کلن عزیز الله د ۱۵۰ وسلوالو مشري کوي. د ده د کورنۍ ۱۱ غړي د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې فعالیت کوي. دی وايي دوی طالبانو د وسلې اخیستو ته اړ کړي دي.

سیمه ییزو وسله والو مشر عزیز شینواری وايي:«زموږ له ولس سره یې بد چلند کوه، او په پوځي لیکو کې زموږ د دغه ولس کابو ۴ تر ۵ زره سرتېري دي، هغوی به له پوځي لیکو څخه راباسئ، ملایانو ته یې ګواښ کړی چې د دوی جنازې به نه کوې.»

دوی طلوع نیوز ته د طالبانو هغه لیک هم وښود چې په کې له ملایانو غوښتل شوي چې د سرتېرو جنازې دې نه کوي. دا راز دوی دا لیک هم ښکاره کوي چې په کې طالبانو ته د خپل کاروبار له درکه د مالیي د ورکړې غوښتنه شوې.

دور بابا ولسوالۍ بل اوسیدونکی حیات الله شینواري وویل:«هر وخت موږ ته اخطارونه راکوي، زموږ مدرسې یې بندې کړې دي او ملایانو ته اخطارونه ورکوي چې جنازې به نه کوئ، د وردو مړي دلته نه پرېږدي. نو ځکه موږ د دوی په مقابل کې ودرېدو.»

د دور بابا سرحدي ولسوالۍ ډېری ځوانان د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې دي، خو د طالبانو له ګواښ وروسته د سیمې اوسېدونکو د طالبانو پر مخ د دوی کلیو ته غځېدلې لارې تړلې دي. 

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي په دې هکله څرګنده کړه:«ننګرهار کې خلکو تل د حق دفاع کړې ده، همدا ډول د دور بابا خلک بیا هم د حق دفاع کوي، هېڅکله مخالفینو ته اجازه ور نه کړي چې پر دوی باندې ظلمونه وکړي.» 

د دور بابا ولسوالۍ کوړوکو سیمه تورخم ښارګوټي ته څېرمه پرته ده. تر دې وړاندې د دغې سیمې امنیت ښه و او کومه وسله واله ډله په کې نه وه. خو اوس په کې د طالبانو خوځښتونه لیدل کېږي.
 
شریک یي کړئ