Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

'د طالبانو ځينې ازاد شوي بندیان د حکومت له خوا بیا ځلې نیول شوي'

د دولت له بنده یو ازاد شوی طالب ادعا کوي چې افغان حکومت د دغې ډلې د ځينو ازاد شويو بندیانو پر کورونو برید کړی او یا هم دغه ازاد شوي طالب بندیان یې بیاځلې نیولي دي.

دغه ازاد شوي طالبان وايي چې د دغې ډلې ازاد شویو کسانو ته حکم شوی چې بیاځلې د جګړې ډګرونو ته ولاړ نه شي، خو افغان حکومت وايی چې د طالب ډلې ځینې ازاد شوي کسان بېرته د جګړې ډګر ته تللي دي.

سیف الرحمان د طالبانو ډلې یو غړی دی چې له پنځو کلونو وروسته اوس اوس د افغان حکومت له بندخونې آزاد شوی او بېرته په لوګر کې خپل کور ته ستون شوی دی.

هغه زیاتوي:«موږ امیر ژمنه کړې چې موږ جګړې ته ستانه نه شو او موږ هم له هغه پیروي کوو.»

محمد صدیق چې د یوه ازاد شوي طالب پلار دی وايي، زوی یې په بګرام بندخونې کې له څه باندې پنځو کلونو په تېرولو سره د طالبانو د نوملړ له مخې آزاد شوی و؛ خو زوی یې اوس د پروان د بګرام ولسوالۍ په نصرو کلا سیمه کې په یوې مدرسه کې د دستار بندۍ له مراسمو په وتو سره بیا ځلي د دولتي ځواکونو له لوري نیول شوی دی.

د بیا ځلې نیول شوي طالب پلار محمد صدیق وايي:«پنځه نیم کاله یې په بند کې تېر کړل او د طالبانو د نوملړ له مخې ازاد شو، هغه په لار کې و، د کور په لور روان و او د جګړې په ډګر کې هم نه و خو بیا ځلې یې ونیو.»

د شمس الرحمان پلار وايي، زوی یې د جګړې په ډګر کې نه دی نیول شوی او په وینا یې افغان حکومت هم د هغه د زوی د نیونې د څرنګوالي په اړه جزییات نه ورکوي.

خو د بګرام د نصرو کلا سیمه چې د شمس الرحمان کلی هم دی، د پروان له نا امنو سیمو شمېرل کلږي چې د دغه کلي د ښکلاو پر خلاف د اوسېدونکو ژوند یې د جګړو له امله تریخ شوی دی.

د محمد صابر کورنۍ په دې کلي کې د جګړو یو له قربانیانو ده:«پلار مې په دغو جګړو کې شهید شو او دلته ژوند له ستونزو ډک دی او الله دې یوه سوله او ارامي راولي.»

د بګرام بل اوسېدونکی فدا محمد هم څرګندوي:«موږ دلته یوه راډیو پیددا کړه او په تمه یوو او د اورېدو په حال کې یوو چې نن به سوله راشي او که سبا، همدا ډول په تمه یوو.»

طالبان وايي، د افغان حکومت له بندخونو د ازادو شویو کسانو له ډلې لس کسان یا بېرته د افغان حکومت له لوري نیول شوي او یا هم د هغوی پر کورونو بریدونه شوي؛ خو افغان حکومت نه غواړي په دې اړه معلومات ورکړي.

ځينې ازاد شوي طالبان وايي چې د دغې ډلې ازاد شویو کسانو ته حکم شوی چې بیاځلې د جګړې ډګرونو ته ولاړ نه شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه