Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د طالبانو یوه پلاوي د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره ولیدل

د طالبانو ۱۲ کس‎ییزه پلاوي د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له یو شمېر چارواکو سره ولیدل.

دغه ۱۲کسیزه پلاوی چېر چهارشنبې(د تلې په ۱۰مه نېټه) اسلام اباد ته رسېدلي، مشري یې د طالبانو د ډلې سیاسي مرستیال، ملا برادر کوي.

پاکستاني چارواکي وايي چې دا لیدنه د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو بیا پیل لپاره لار هواروي.

په یاد پلاوي کېد ملا برادر ترڅنګ  ملا فضل آخند، محمد نبي عمري، عبدالحق وسیق، خیرالله خیرخواه، امیرخان متقي، مطیع الحق خلیل، عبدالسلام حنفي، ضیالرحمان مدني، شهاب الدین دلاور، سید رسول حلیم اونبراس الحق عزیز یولس تنه نور هم شامل دي.

په همدې حال کې داسې راپورونه شته چې سې شنبې د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی، زلمی خلیلزاد هم له اسلام اباده لیدنه کړې او د طالبانو له پلاوي سره یې د غیررسمي لیدنې په تړاو هم راپورونه خپاره شوي، خو رسمي سرچینو په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا لومړی ځل دی چې د طالبانو د سیاسي دفتر یو پلاوی اسلام آباد ته سفر کوي، په خپرو شویو انځورونو کې ښکاري چې دغه پلاوي د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ته ډالۍ هم ورکوي.

taliban gift

ویل کېږي چې په دې لیدنه کې د طالبانو استازو له امریکا سره د خبرو د بیا پیل غوښتنه کړې ده. له امریکا متحده ایالاتو سره د طالبانو خبرې اترې دوه میاشتې مخکې د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ لخوا کابل کې د طالبانو په برید کې د یوه امریکايي سرتېري د وژل کېدو په غبرګون کې ودرولې.

په همدې حال کې پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې افغانستان کې سولې راتګ سره باید د جګړې دواړه خواوې تاوتریخوالی راکم کړي.

شاه محمود قریشي ویلي چې د سولې د خبرو لپاره له رامنځته شوي فرصته باید دواړه خواوې استفاده وکړي او هیله یې څرګنده کړې، څو د سولې خبرې ژر پیل شي.

شریک یي کړئ