Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د طالب او دولتي ځواکونو ترمنځ د جګړې دوام؛ ۲۶ تنه وژل شوي

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د سرپل، بلخ، غزني او فاریاب ولایتونو کې د طالب او دولتي ځواکونو ترمنځ نښتې شوې دي چې د هغه په پایله کې ۲۶ تنه پوځيان او ولسي وګړي وژل شوی دی. او کابو ۴۰ تنه ټپيان دي. 

د حکومت د شمېرو له مخې طالبانو له امریکا سره د سولې له هوکړې وروسته د ورځې کابو ۵۵ بریدونه کړي چې له امله یې ۷۸۹ ملکي کسان مړه او ټپیان شوي چې طالبانو په دې موده کې ۲۷۳۷ تنه مړه او ټپیان کړي دي.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل په دې اړه وویل:«ترهګریز بریدونه یې زیات شوي او د خلکو د غوښتنې پر خلاف بریدونه ترسره کوي او دا به د سولې بهیر ته زیان ورسوي.»

د سرپل والي عبدالقادر آشنا په دې اړه وویل:«اته تنه شهیدان لرو او نهه تنه هم ټپيان او په سوزمه قلعه ولسوالۍ کې هغه بریدونه چې طالبان لرلي دي درې تنه وژل شوي او اتنه تنه نور ټپيان دي.»

په وروستیو ورځو کې د طالبانو د بریدونو په زیاتوالي سره اوس د ناټو سازمان غړو په یوه اعلامیه کې له طالبانو غوښتي چې بې له ځنډه تاوتریخوالی کم کړی او د سولې د خبرو زمینه برابره کړي.

امریکا ناټو او د اسلامي همکاریو سازمان په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتوالی د منلو وړ نه ګڼي او ژر تر ژره د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي کمښت غواړي.

په ناټو کې د امریکا سفیره وايي چې سولې ته د رسېدو لپاره د افغانستان سیاسي مشران باید خپلې شخړې پای ته ورسوي او حکومت له طالبانو سره د بندیانو د ازادولو په بهیر کې چټک ګامونه پورته کړي.

په ناټو سازمان کې د امریکا سفیره کي بېلي هچیسن په دې اړه وايي:«موږ له طالبانو غواړو د خبرو لپاره زمینه برابره کړي او تاوتریخوالی کم کړي، د تاوتریخوالي کمښت د تلپاتې سولې لپاره اړین دي، امریکا او په ناټو کې زموږ متحدین به له افغانستان سره ژمن پاتې شي، په یو ځای کار کولو سره افغانان یو تاریخي فرصت لري ترڅو د سولې بهیر پرمخ بوځي او ترهګر سازمانونه پرې نه ږدي چې په هېواد کې یې پټن ځای ولري.»

د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان هم په افغانستان کې له ټولو مشرانو او ډلو غواړي بې له ځنډه تاوتریخوالی کم کړي او د دایمي اوربند په اړه کار وکړي.

له بلخوا د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له دغې اعلامیې ملاتړ کوي او د خپل ټویټر پر پاڼه یې له افغان مشرانو غوښتي اختلافات پای ته ورسوي او سولې رسېدو ته لومړیتوب ورکړي.

ښاغلي خلیلزاد لیکلي:«په جګړه او بې وزلۍ کې د افغانستان پاتې کېدل او یا هم ترې د افغانستان ژغورنه په دې پورې اړه لري چې ښکېل لوري په څومره بیړه او کوم نیت اقدامات کوي، د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړې د افغان سولې لپاره یو تاریخي فرصت برابر کړی، امریکا، متحدین یې او په ټول کې نړیواله ټولنه له افغان مشرانو غواړي چې د خلکو ګټې په پام کې ونیسي.»

له دې مخکې طالبانو هم امریکا د دوحې له موافقې په سرغړونه تورنه کړې ده او ویلي یې دي چې بهرنیو ځواکونو په ځلونو ددغې ډلې پر جنګیالو بریدونه کړي دي.

پخوانی طالب قوماندان سید اکبر آغا وايي:«که چېرې دا وايي چې طالبانو خپل بریدونه زیات کړي، باید خپل مسوولیتونه ادا کړي او طالبان وايي چې امریکایان دې خپل مسوولیت نه دی ادا کړی.»

له دې مخکې ولسمشر غني له طالبانو غوښتي چې د روژې په مبارکه میاشت کې اوربند وکړي، خو طالبانو د دې غوښتنې په ردولو سره ویلي حکومت د سولې په بهیر کې خنډونه جوړوي او دا غوښتنه به ونه منل شي.
 
تېره ورځ هغه شمېرې چې طلوع نیوز ته رسېدلې وې د دې ښودنه یې کوله چې په اوو ورځو کې له طالبانو سره په نښته کې ۹۸ دولتي ځواکونه وژل شوي دي.

شریک یي کړئ