Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د طلوع ټلوېزیون د وژل شویو کارکوونکو دویم تلین ولمانځل شو

نن شنبه (د مرغونې ۳۰ مه) چې د طلوع ټلوېزیون پر کارکوونکو د طالبانو له هغه خونړي ځانمرګي برید سره سمون چې په پایله کې ۷ تنه ووژل شول او له واټ څخه د تېرېدونکو په ګډون ۲۶ تنه نور ټپيان شول.

په دغه برید کې د دغه ټلوزیون په وژل شویو کارکوونکو کې درې تنه ښځيه کارکوونکې هم شاملې وې.

دغه برید د چهارشنبې په ماښام د ۱۳۹۴ لمریز کال د مرغومې په ۳۰ مه د کابل د دارالامان په سړک کې هغه مهال رامنځته شو چې ځانمرګي بریدګر، د طلوع ټلوزیون د کارکوونکو د لېږد بس په نښه کړ.

دغه برید له ځان سره جدي غبرګونونه هم لرل، په ۲۰۰۱ زیږدیز کال کې د طالبانو د رژيم له پرځېدو وروسته دا لومړی ځل وه چې په افغانستان کې پر رسنۍ برید کېږي.

د موبي ګروپ هغه کارکوونکي چې په دغه برید کې وژل شوي نومونه یې په لاندې ترتیب سره دي:

۱-محمد جواد حسیني
حسیني، په موبي ګروپ کې د ویډیو سمونګر (اېډېټر) وه. هغه په دغې کمپنۍ کې ۷ کاله کار کړی وه.

۲-زینب میرزايي
اغلې میرزايي، د موبي ګروپ په دوبلاژ کې کار کاوه.

۳- مهري عزیزي،
خدای بښلې عزیزي، په دغه کمپنۍ کې د ګرافیک په برخه کې کار کاوه. هغې په موبي ګروپ کې ۵ کاله کار کړی وه.

۴-مریم ابراهیمي
اغلې ابراهیمي، د دوبلې په برخه کې له موبي ګروپ سره کار کاوه او یوازې شپږ میاشتې کېدې چې له دغه ګروپ سره یوځای شوې وه.

۵- محمد حسین
حسین په موبي ګروپ کې د موټر چلوونکي په توګه ۶ کاله کار کړی وه.

۶-محمدعلي محمدي
محمدي، د دوبلې په برخه کې کارکوونکی وه او په دغې برخه کې یې له موبي ګروپ سره ۵ کاله کار کړی وه.

۷-حسین امیري
امیري، د طلوع ټلوېزیون د تزیین د برخې مدیر وه او په دې برخه کې یې ۸ کاله کار کړی وه.

دغه برید نړیوال او د رسنیو د فعالانو توند غبرګونونه له ځان سره لرل، او دا برید یې د بیان پر ازادۍ برید بللی وه.

طالبانو د دغه برید مسوولیت منلی دی.

د موبي ګروپ کارکوونکي، تراوسه هم د خپلو همکارانو داغ چې د طالبانو په دغه برید کې ووژل شول، په زړه لري او د هغوی خاطرې یادوي.

نن د طلوع ټلوېزیون پر کارکوونکو د خونړي ځانمرګي برید له دویم کال سره سمون لري، چې په هغه کې ۷ تنه وژل شوي وو.

شریک یي کړئ