د عبدالغفور ندیم عالي لیسې مدیر، سید ضیاء الدین نن سهار (دوشنبې د تلې په ۲۲مه نېټه) کابل کې ووژل شو.
د ضیاء الدین خپلوان وایي، دی تېره شپه کوم ځای مېلمه وو او سهار شاوخوا ۴ بجې خپل کور ته روان وو چې یوه کس په بې غږه تومانچې وژلی.
د دې پېښې اصلي لامل لا نه دی څرګند.
وروستیو دوو وروځو کې، کابل ښار کې د هدفي وژنې دا دویمه پېښه ده.
کابل ښاریان، پر امنیې قوماندانۍ تور پورې کوي چې د دغسې پېښو مخنیوي کې پاتې راغلې.