Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د عبدالله او غني له هوکړې د ناټو، امریکا او نورو هېوادونو هرکلی

د ولسمشر اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي هوکړې لاسلیک د ناټو سازمان او د افغانستان د همکارو هېوادونو له هرکلي سره مخ شوی دی.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ، د اشرف غني او عبدالله ترمنځ د سیاسي هوکړې د لاسلیک له هر کلي سره ویلي دي چې دغه سازمان له افغانستان سره او په دغه هېواد کې د سولې ټینګښت ته ژمن دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپيو هم د غني او عبدالله ترمنځ د سیاسي هوکړې له لاسلیک کېدو هر کلی کړی او وايي چې امریکا د سولې په درشل کې د دغو دوو تنو له کاره هرکلی کوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان استازولۍ دفتر (یونما) هم په یوې اعلامیه کې په افغانستان کې سیاسي هوکړه یې مثبت ګام بللی او هیله یې څرګنده کړې چې د غني او عبدالله ګډوني حکومت په افغانستان کې پر ستونزو او ننګونو بریالی شي.

هند، کاناډا او ترکیې هم په ځانګړو اعلامیو کې د دغه هوکړه لیک له لاسلیکه خوښي ښودلې ده.

د هند د بهرنیو چارو وزارت وايي چې هیله لري دا هوکړه په افغانستان کې د سولې د هوکړې زمینه هم برابره کړي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د تاوتریخوالي له زیاتوالي هم اندېښنه څرګنده کړې او د اوربند د ټينګښت غوښتونکی شوی دی.

له دې سره جوخت، د عبدالله عبدالله دفتر وايي چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف له ښاغلي عبدالله سره په یوې ټلېفوني اړیکه کې په افغانستان کې د یوې سیاسې هوکړې د رامنځته کېدو په هکله خوښي څرګنده کړې ده.

د ښاغلي عبدالله دفتر زیاتوي چې ښاغلي ظریف د اوربند ټینګښټ، سیمه ییزې اجماع ته د افغانستا رسېدو او ملاتړ په برخه کې د ایران له همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

د اشرف غني او عبدالله ترمنځ سیاسي هوکړه له کابو درې میاشتو سیاسي شخړو وروسته چې د ولسمشر تاکنو د پایلو د اعلان له امله رامنځته شوې وې او دواړو د لوړې ځانګړي مراسم ترسره او ځانونه یې ولسمشران اعلان کړل، لاسلیک شوه. 

د ترلاسه شوې هوکړې پر بنسټ، عبدالله عبدالله د مصالحې عالي شورا مسوولیت به په غاړه واخلي او همدارنګه په کابینه کې به هم ۵۰ سلنه ونډه ولري.

شریک یي کړئ